1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظريف: په ايران به لګېدلي بنديزونه ليري سي

۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي دي چي له ايران څخه به د شنبې په ورځ بنديزونه ليري کړل سي. کيري هم په ويانا کي له ظريف سره ملاقات وکړ.

https://p.dw.com/p/1HefB
انځور: ISNA

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۶مه نېټه) و ويانا ته ورسېدی. ظريف وويل «نن به د اټومي انرژۍ د څار د نړۍ والې ادارې د رئيس راپور په خپرېدو سره تړون پلي سي او د دغه تړون د عملي کېدو د پېل په تړاو به ګډه اعلاميه خپره سي.» د ظريف د دغو څرګندونو خبر د ايران خبري آژانس ايرنا ورکړی دی.

ايران چي تقريبا ۸۰ مليونه نفوس لري، ورباندي په نړیوال بنديزونه لګول سوي ول. دغه بنديزونه د دې لامل سوي ول چي د ايران تجارتي اړيکي د نړۍ سره تقريبا قطع سي. دا د دې لامل سوی ؤ چي د ايران د وارداتو کچه په لوړه اندازه راولويږي. دغه بنديزونو په زياته بيا پر عامو ايرانيانو زیات فشار راوستلی ؤ. د تړون د عملي کېدو په صورت کي به د دغو بنديزونو زیاتره برخه په سمدلاسه توګه ليري کړل سي.

د دې څخه تر مخه چي د اټومي انرژۍ د څار نړيواله اداره د ايران د اټومي پروګرام په تړاو خپل حتمي راپور خپور کړي، د ايران مهر خبري آژانس يو مهم خبر ورکړی ؤ. په دغه خبر کي راغلي ول چي د نړۍ د دوو سترو تيلو شرکتونو شېل او ټوټال استازي تهران ته رسېدلي دي. د خبر له مخي دغه استازي به د دولتي او خصوصي ايراني تيلو شرکتونو د استازو سره ملاقاتونه وکړي.

ظريف د شنبې په ورځ وويل: «اوس د ټولو له پاره وخت رارسېدلی دی، په زیاته بيا د مسلمانو ملتونو له پاره، چي په نړۍ کي د تاوتريخوالي او ترهګرۍ پر ضد لاسونه سره ورکړي. ايران دغه کار ته چمتو دی.»

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزیر جان کېري هم ويانا ته رسېدلی دی، چيري چي هغه د هغو خبرو په غونډه کي ورشامل سوی دی، چي د ايران سره د اټومي پروګرام په تړاو د تړون د پلي کېدو په تړاو جريان لري. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مسؤله موغيريني تر مخه لا دغه ملاقات ته ورغلې ده.