1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظريف: د يمن لانجه سياسي حل ته ضرورت لري

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اپريل ۸مه) د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وليدل. هغه پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د يمن د لانجې پر دپلوماتيک حل ټينګار وکړ.

https://p.dw.com/p/1F5Kw
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریفانځور: REUTERS

د ايران تر ټولو لوړ پوړی دپلومات جواد ظريف د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ورسېد. هغه اسلام آباد ته تر رسېدو وروسته وويل چي ايران چمتو دی چي په يمن کي د يو پراخ بنسټه حکومت په رامنځ ته کولو کي مرسته وکړي. نوموړي همدا شان په يمن کي د سمدلاسه اوربند غوښتنه وکړه تر څو د هغه په وينا بشري مرستو ته لاره هواره سي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په اسلام آباد کي وويل: «موږ د يمن د لانجې له پاره داسي يو سياسي حل ته اړتيا لرو چي پکښي د بين اليمني خبرو اترو په مرسته يو مشترک حکومت رامنځ ته سي.»

جواد ظريف په داسي حال کي اسلام آباد ته سفر کوي چي پاکستان په يمن کي د شعيه مذهبه حوثي مليشو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف څخه ملاتړ اعلان کړی دی. ياد ائتلاف په يمن کي د حوثي مليشو پر ضد هوايي بمبارۍ کوي او وايي تر هغه وخته به ورته ادامه ورکړي چي حوثي مليشې د پلازمېني صنعا څخه نه وي وتلي.

ظريف په داسي حال کي پاکستان ته رسېدلی چي د دغه هيواد پارلمان پر دې موضوع بحث کوي چي ايا په عملي توګه د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف په بمباريو کي برخه واخلي او که نه. د هوايي بريدونو دغه عمليات د تيرو دوو اونيو راهيسي ادامه لري. خو دغه هوايي بريدونه په دې نه دي توانېدلي چي د عدن پر لور د حوثي مليشو پرمختګ ودروي. د يمن ولسمشر عبد ربه هادي سعودي عربستان ته تر تښتې مخکې د عدن ښار د يمن د نوي پلازمېني په توګه اعلان کړی وو.

«ايران بايد د حوثيانو ملاتړ بس کړي»

حوثي مليشو د يمن هيواد ګڼ شمېر سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستې دي. دغې مليشې هغه تورونه ردوي چي ګواکي له ايران څخه مرستي تر لاسه کوي. ايران هم دغه تورونه په کلکه رد کړي دي. خو د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اپريل ۹مه) يو ځل بيا پر ايران ږغ وکړ چي بايد د حوثي ملېشو ملاتړ ته د پای ټکي کښېږدي.

جان کېري په مستقيمه توګه د يمن په موضوع کي پر ايران نیوکه وکړه. دا لومړی ځل دی چي د امريکا متحده ايالات د حوثي مليشو د ملاتړ په موضوع کي د ايران پر وړاندي داسي مستقيم انتقاد کوي. کېري وويل: «تر مخه [...] او اوس په ښکاره توګه د ايران څخه پروازونه راځي. هره اوونۍ د ايران څخه پروازونه راځي چي موږ څارلي او اوس پرې خبر يو.»

«د يمن داخلي موضوع»

جواد ظريف د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کي د ګډ خبري کانفرانس پر وخت وويل چي د يمن د لانجې «سياسي حل پيدا کول د يمنيانو» دنده ده. د هغه په وينا دغه د يمن داخلي موضوع ده خو د ګاونډي او سيمي د يوه هيواد په توګه ايران ورته «د يوې يا بلې لاري د نفوذ» د استعمال په ترڅ کي مرسته کولای سي.

جواد ظريف وويل چي ايران خپلي هڅي جاري ساتلي دي چي د ګاونډيو هيوادونو په مرسته له يمن سره کمک وکړي چي دغه لانجه حل کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو مشر سرتاج عزيز په خپل وار وويل چي د پاکستان په پارلمان کي موجود ټول ګوندونه هم په دې نظر دي چي پاکستان بايد د يمن په کورنۍ جګړه کي برخه وا نه خلي. د هغه په وينا د پاکستان دغه ګوندونه غواړي چي موضوع د خبرو اترو له لاري حل کړي.

سرتاج عزيز وويل چي پاکستان به د سعودي عربستان د «مځکنۍ بشپړتيا» څخه دفاع وکړي خو د يمن په هکله د فيصلې په وخت به له ايران سره هم مشوره وکړي.

په عيني حال کي ايران خپلي دوې جنګي بېړۍ د عدن خليج ته لېږلي دي او په دې توګه يې د خپل قدرت نمايش کړی. ايران د دغو بېړيو د لېږلو په تړاو ويلي چي غواړي د عدن په خليج کي د سمندري غلو څخه د ايراني کښتيو دفاع وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب