1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طرابلس: د مخالفو ملیشو تر منځ نښته رامنځ ته شوې ده

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16cpw

د لېبیا هیواد په پلازمینه طرابلس کې د مخالفو ملیشو تر منځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د عیني شاهدانو په حواله په دغه نښتو کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي. د نوموړي رپوټ په حواله تر هغې وروسته مخالفې ملیشې د استخباراتو د ادراې یوه پخوانې ودانۍ د ټانک ضد په مرمیو ویشتلې او دغه ودانۍ سوځیدلې ده.

پر دې سربیره په یوه روغتون کې هم یوه مرمې لگیدلې چې د خلکو د ویرې سبب گرځیدلې. شاوخوا د ۱۲ ساعتونو وروسته د لېبیا پوځ پر دې توانیدلې دی چې دغه ډزې بندي کړي. داسې ویل کیږي چې د دواړو خواو په ملیشو کې د پخواني واکمن معمر القذافي پلویان موجود دي. په لېبیا کې د قذافي د واک څخه د لیرې کیدو یو کال وروسته هم وسله والې نښتې د امنیت له پاره تر ټولو ستر گواښ دی. د تیر په څیر د یو شمیر ملیشو گروپونه نه غواړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.