«طالبان په پاکستان کي گوزڼ واکسين مخه نيسي»
۱۳۹۳ مهر ۲۵, جمعهپاکستاني رسنيو د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۱۷مه) د روغتيا نړيوال سازمان په حواله ويلي دي چي په نړۍ کي د کوچنيانو د گوزڼ د پيښو ۸۵ سلنه ئې په روان کال کي په پاکستان کي رامنځ ته سوي دي. په نړۍ کي د گوزڼ پيښي سږکال په ټوله ييزه توگه ۲۴۳ وې.
د روغتيا نړيوال سازمان په پاکستان کي په ځانگړې توگه د دغه هيواد په شمال لوېديځ کي د کوچنيانود گوزڼ ناروغۍ د پراختيا اصلي دليل وسله وال طالبان بللی دی.
په تيرو دوو کلونو کي په پاکستان کي افراطي مسلمانانو ۶۰ داسي ډاکټران او طبي کارکوونکي وژلي دي چي د کوچنيانو د گوزڼ ناروغۍ په برخه کي ئې کار کاوه.
وسله وال طالبان استدلال کوي چي د غرب له خوا د واکسين کمپاين د مسلمانانو پر ضد يوه توطئه ده او غواړي چي خلک وچ کړي.
په پاکستان کي د گوزڼ ناروغي د دغو نوو پيښو دوه پر دريمه برخه د دغه هيواد په شمال لوېديځ، افغانستان سره په سرحد کي ثبت سوي دي.
په افغانستان کي هم په روان کال کي د گوزڼ ناروغۍ ۱۲ پيښي ثبت سوي دي. دغه راز صوماليا او نايجريا هم هغه هيوادونه دي چي دوباره پکښې د کوچنيانو د فلج ناروغۍ پيښي رامنځ ته سوي دي.
د کوچنيانو د گوزڼ ناروغي د هغوی د فلج او حتی مرگ سبب کيږي. د دغي ناروغۍ ډير قربانیان کوچنيان دي. د گوزڼ ضد واکسين په جوړېدو سره د نړۍ په ډېره برخه کي د دغي ناروغۍ ريښې تقريباً له منځه تللي دي.
کله چي څو کاله دمخه په سوريه کي د گوزڼ ناروغي بيرته پيدا سوه، د کورني جنگ سره سره په دغه هيواد کي واکسيناسيون ترسره سو. سږکال په دغه هيواد کي تر اوسه پوري د گوزڼ ناروغۍ يوازي يوه پيښه رامنځ ته سوې ده.