طالبان پر افغان پارلمان د توغندیو برید کړی
۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبهافغان وکیلانو ویلي دي چې په دې پیښه کې د پارلمان کوم غړی نه دی ژوبل شوی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په خبرو کې د دې برید پړه منلې او له کبله د سختو تلفاتو رامنځ ته کیدو ادعا کړې ده.
طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو رامنځ ته کیدو خبري کوي.
په پارلمان کې د بدخشان ولایت استازي صفي الله مسلم، ویلي دي: «پر پارلمان باندي درې توغندي توغول شوي، خو هغه پر اصلي ودانۍ باندي نه دي لګیدلي. توغندي د جلسې په جریان کې لګیدلي دي.»
په دې اړه چې د پارلمان په ساحه کې لګیدلي توغندي څه ډول ول تر اوسه پورې يې لا دقيق معلومات په اړه نه سته
په هلمند کي ۸ پوليس وژل شوي
افغان چارواکي وايي چي د يکشنبې په ماښام په گريشک ولسوالۍ کي د پوليسو پر دوو پوستو باندي د طالبانو په يرغل کي ۸ پوليس وژل شوي دي.
که څه هم د هلمند ولايت د پوليسو مرستيال آلماس خان د دغو يرغلونو پړه پر طالبانو اچولې خو دغي ډلي تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.
څه موده مخکي د کريشک ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او امنيت رياست باندي هم وسله والو طالبانو ځانمرگي بريدونه او وسله وال يرغلونه کړي ول.