1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پاته څلور تنه ترکي انجينران هم آزادوو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې د هغوی په بند کې څلور تنه ترکي انجنیران به په نزدې راتلونکې کې آزاد شي. په همدې حال کې افغان طالبانو اعلان کړی دی چې د پولیو د واکسین ملاتړ به وکړي.

https://p.dw.com/p/18WgC
FILES) This file photo taken on September 26, 2008 shows fighters with Afghanistan's Taliban militia standing on a hillside at Maydan Shahr in Wardak province, west of Kabul. US President Barack Obama on December 1, 2009 warned Afghanistan was not 'lost' but announced a swift 30,000 strong troop surge to 'seize the initiative' and finally end the brutal eight-year war. In a major televised address, Obama placed a major political and military bet that a fast influx of troops could defeat Al-Qaeda, crush a resurgent Taliban and pave a way home for US forces after years of bloodshed. AFP PHOTO / FILES (Photo credit should read STR/AFP/Getty
Afghanistan Taliban Kämpfer Archivbildانځور: STR/AFP/Getty images

د طالبانو د ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دوشنبې په ورځ وویل چې ډله به یې هغه څلور تنه ترکې انجینران هم آزاد کړي چې تر دې مخکې د یوې څرخۍ الوتکې تر بیړنۍ ناستې د هغوی منگولو ته ورغلي ول. مجاهد زیاته کړه چې طالبان دغه کار د خپل ښه نیت د ښوولو په موخه کوي.

تر دې مخکې د اپریل میاشتې پر۲۱ نیټه په لوگر ولایت کې یوې څرخۍ الوتکي بیړنۍ ناسته کړې وه چې پکښې اته تنه ترکي انجینران، یو تن افغان ژباړونکی، یو تن روسی پیلوټ او یو تن قرغستاني پیلوټ سپاره ول.

دغه کسان بیا وروسته د طالبانو لاس ته ورغلل. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې طالبان به د څرخۍ الوتکې له پیلوټانو او افغان ژباړونکي سره څرنگه چلند وکړٍي.

تر دې مخکې طالبانو د برمته شویو طالبانو له ډلې څخه څلور تنه یې آزاد کړي ول چې د ترکي رسنیو په حواله بیا وروسته په کابل کې د ترکیې سفارت ته وړل شوي ول.

افغاني طالبانو د پولیو د واکسین ملاتړ اعلان کړ

له بلې خوا افغان طالبانو اعلان کړی دی چې په افغانستان کې به د پولیو د واکسین ملاتړ وکړي. له بلې خوا دغې ډلې بهرنیانو ته گواښ کړی دی چې په دغه بهیر کې ونډه وا نه خلي.

طالبانو ویلي دي چې هغوی د ټولو هغو پروگرامونو ملاتړ کوي چې «د افغانستان د بې وزلو خلکو له روغتیا سره مرسته کوي.» طالبانو د ملگرو ملتونو پر هغو ادارو باندي چې د واکسین په برخه کې کار کوي غږ کړی دی چې په دغه بهیر کې بې غرضه کسان په کار وگوماري.

د ملگرو ملتونو په حواله افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ هغه درې هیوادونه دي چې تر اوسه پورې هم پکښې د پولیو پېښي رامنځ ته کیږي. په پاکستان کې طالبانو د پولیو واکسین پر ضد د بریدونو د ترسره کولو گواښونه کړي ول. پاکستاني طالبانو ویلي دي چې د پولیو واکسین غیراسلامي دی او د دې کمپاین تر سیورې لاندي پاکستاني استخباراتي ادارې خپل معلومات پوره کوي.