طالبان له روان سیاسي کړکیچ څخه گټه اخلي
۱۳۹۳ تیر ۱۹, پنجشنبه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله د سنگین ولسوالۍ په جگړه کې ۴۰۰۰ طالبانو ونډه لرله. شاوخوا ۲۰ یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د کندهار والي پر دفتر او د دې ولایت پر امنیې قوماندانۍ باندې بریدونه وکړل. په همدې ورځ شاوخوا ۵۰ تنو طالبانو د غور ولایت چهار سده ولسوالۍ د څو ساعتونو له پاره ونیوله.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «تر دې مخکې به کله چې طالبانو ډله ییز بریدونه ترسره کول، نو هوایي ځواکونو به ورباندې بریدونه کول. خو په وروستیو وختونو کې د هوایي بریدونو له کمیدو او د شپې د عملیاتو د دریدو له کبله، دغې ډلې بیا خپل ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.»
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې طالبانو غوښتل د هلمند ولایت د سنگین ولسوالۍ له نیولو سره ځان ته یوه اډه جوړه کړي او پر نورو سیمو باندې بریدونه پلان کړي.
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، په وروستیو وختونو کې د ولسي جرگې په یوې غونډه کې وویل چې ناټو د هوایي بریدونو له کمولو سره افغان ځواکونه په نیمایي لاره کې یوازې پریښي دي. هغه روښانه کړه چې د هوایي بریدونو د کمیدو له کبله د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي. داودزي ټینگار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه اوس هم د ناټو ملاتړ ته اړتیا لري.
دانش هم همدا خبره کوي او وایي چې د جنگي تجهیزاتو او هوایي ځواک کمښت، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو په جگړه کې اصلي تشه ده: «جنگي څرخي او داسې الوتکې چې د بریدونو مخه ونیسي په خواشینۍ سره چې افغان ځواکونه یې نه لري. موږ دغه شان تجهیزاتو ته اړتیا لرو.»
تر دې مخکې افغان ولسمشر د ملکي تلفاتو د مخنیوي له پاره د شپې له خوا د عملیاتو د بندیدو امر کړی وو.
د شپې د عملیاتو بندیدل
په عین حال کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې طالبان هڅه کوي چې له سیاسي کړکیچن وضعیت څخه په گټه اخیستلو، د افغانستان امنیتي وضعیت په خپله گټه کړکیچن کړی.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، وايي چې طالبان غواړي په اوسني وضعیت کې افغان امنیتي ځواکونه ضعیفه کړي: «طالبان غواړي خپل بریدونه ډیر کړي او په افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن ووهي.»
دغه کارپوه وایي طالبان باید په خپلو اډو کې د شپې د عملیاتو په پایله کې وځپل شي که نه نو د هغه په اند به دغه ډله په آزادنه ډول پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي: «موږ څو وارې دا خبره کړې ده چې د شپې له خوا د عملیاتو بندیدل کیدای شي چې دښمن پیاوړي کړي او هغوی وشي کولای چې په آزاد ډول په افغانستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.»
کوهستاني روښانوي چې د واشنگټن او کابل تر منځ د امنیتي تړون نه لاسلیکیدو، افغان امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راوستي دي ځکه د دغه کارپوه په خبره اوس افغان ځواکونه نه شي کولای چې د طالبانو پټنځایونه د هوایي بریدونو له لارې په نښه کړي او د هغوی د ډله ییزو بریدونو مخه ونیسي.