1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کاله 100 مليونه ډالره د ترياکو د محصول څخه په لاس راوړي

۱۳۸۸ بهمن ۱۵, پنجشنبه

په افغانستان کې د ترصد له يوه برج څخه، هالنډي عسکر کولی شي د ښايسته کوکنارو د زرغونېدو او لويېدو ننداره وکوي، کوم چې يو وخت د هغو وسلو د رانيولو د پاره خرڅيږي ، چې په هغه سره به دوی او يا د دوی ملگري وژل کيږي

https://p.dw.com/p/Lsj1
انځور: dpa

د بهرنيو ځواکونو پر ضد جنگېدونکي طالبان په کال کې لږترلږه 100مليونه ډالر په افغانستان کې د ترياکو له محصول څخه لاس ته وروړي. امريکايي او افغان چارواک وايي، چې د نړۍ تر ټولو لوړ کچې معامله .

پنتاگون وايي، چې د نشه يي توکو د سوداگرۍ او ياغيانو د مالي گټي اخيستني تر منځ ښې اړيکي موجودي دي . خو سره له دې هالنډي عکسر، د دې رنگينو گلانو په کښت کې، کوم به چې د دوی دښمنو ته پيسې راوړي، مداخله نه کوي . د ارزگان په ولايت کې د هالنډي ځواکونو قوماندان بريد جنرال مارک فان اوم د فرانسپرس آژانس ته ويلي دي، که موږ پوه شو چې د طالبانو او کوکنارو ارتباط څوک سره ټينگوي، نو هم هغه چې هغه به موږ ته ډېر ښه هدف وي او په مقابل کې به يې تدبير غوره کوو.

خو کله چې له هغه څخه ژوند کوونکو کروندگرو ته نظر واچوو، نو بيا د هغو د ورانولو اقدام نه کوو، او دا ځکه چې هغوی پرته له کښتونو څخه بله گټه او عايد نه لري . او کله چې دوی خپلي کورنۍ ونه ساتلی شي، نو بيا ملامت موږ گڼي او راڅخه ځي له طالبانو سره يو ځای کيږي .

هالنډ په ډېر بې وزله او څلورمه درجه لوی کوکنارکرونکي ولايت ارزگان کې د ناتو د ځواکونو مخکښ هېواد دی .

له بله پلوه د کوکنارو له منځه وړنه، له هغه وخت راهيسي چې په 2001 ميلادي کال کې امريکايي پوځونو طالبان راوپرځول، د افغانستان د ثبات دپاره اصلي شرط منل شويدی .

د امريکې په ملاتړ سره منځ ته راغلي د حامد کرزي حکومت، مخکې له دې نه چې حاصل ته ورسيږي، د کوکنارو د کښتونو د اړولو په منظور لوی لوی گروپونه گمارلي وو. خو افغانستان تراوسه پوري د هېروينو جوړلو په منظور د استعمال کېدونکو ترياکو، د نړۍ %90 برخه کري، چې د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي يې په 2009 ميلادي کال کې بيه 2,8 مليارده ډالرو ته رسېده.

له کوم ځايه چې په اسلام کې د شرابو او دخانياتو استعمال منع دی، د څېړونکو په اند، له القاعدې سره د اړوند لرونکو طالبانو مشرانو له دې لارې څخه د پيسو د لاس ته راوړلو منع کول ناممکنه بللې ده .

کوکنار چې يوه د نړۍ تر ټولو غريب هېواد ته ډېري ښې پيسې راوړي، افغانستان کې د اختلاس او شوکې باعث هم کيږي، کوم چې له اولسواليو څخه پيل تر ملي حکومته پوري رسيږي.

لنډه دا چې له کوکناور څخه دواړو خواوو ته د گڼ شمېر گټه اخيستونکو په نظر کې نيولو سره، دا آسانه کار نه دی، چې هغه کروندگر ورڅخه منع کړو، کوم چې نظر و د غنمو يا نور غلو کښت ته څو چنده لوړه گټه لاس ته ترې وروړي .

فرانسپرس آژانس / عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري