طالبان: د هزاره گانو وژل یوه توطیه ده
۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې ناپيژاندو وسله والو کسانو ۱۳ هزاره گان لومړی له موټره راکښته کړل او وروسته یې ووژل. تر اوسه لا د دغې پیښې مسئولیت کومي ډلې پر غاړه اخیستی نه دی.
د دغه خبري آژانس د رپوټ په حواله څارونکي په دې آند دي چې داعش په دې هڅه کې دی چې د ژور فرقوي چاپیریال د نه موجودیت له کبله په افغانستان کې خپله پښه ټینگه کړي، لکه په عراق او سوریه کې چې یې ډیري سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.
د خبري آژانس په راپور کې زياته شوې ده، پرته له دې چې طالبان د داعش نوم واخلي د شنبې ورځې پیښي ته په اشارې سره يې ویلي دي: «دغسي اعمال د توکم پالني درځ، نه زغم او توپیري چلن د رامنځ ته کولو له پاره تر سره کیږي.»
طالبانو د یکشنبې په ورځ په خپله انټرنټ پاڼه کې لیکلی دي: «موږ دغه بريد په کله غندوو... او پر ولس غږ کوو چې د دښمن د توطیو پر وړاندي ویښ اوسي.»
داعش له میاشتو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې د پښې ټینگولو په هڅه کې دی. رپوټ زیاتوي چې دغه ډله په دې توانیدلي دي چې ناراضي طالبان خپلو لیکو ته جذب کړي. خو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دغي ډلي د مشرانو وژل کیدل او بې رحمانه تشدد د دې سبب شوی چې دغه ډله په افغانستان کې پرمختگ ونه کړي.
همداشان له طالبانو سره د مکررو نښتو له کبله هم دغه ډله په دې نه ده توانیدلې چې د پام وړ سیمه په خپل کنترول کې راولي.
د فرانسې خبري آژانس لیکي چې د طالبان د ۱۴ کلنۍ واکمنۍ پر مهال چې پر دوی د تاوتریخوالي تورونه لگیدل په ظاهري توگه غواړي چې د داعش د تشدد پر وړاندي دفاعي مورچل ونیسي او د اسلامي جگړې له پاره ځان یو ډول مشروع ډله وښيي.