طالبان د نورو يرغمل شويو کسانو د وژلو گواښ کوي
۱۳۸۶ فروردین ۲۰, دوشنبهاعلان
دغه کسان د اپريل په درېيمه نېټه په نيمروز کې برمته شوي وو. د فرانسې حکومت ويلي دي چې له افغان حکومت سره يې د يرغمل شويو کسانو په سر اړيکې ټينگې کړې دي، خو له نورو جزياتو د ورکولو څخه يې ډډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د وژنې عمل په نړيوله کچه په کلکه غندل شوی دی، په تېره بيا د امريکا د متحده آيالاتو، ايټاليې او ملگرو ملتونو لخوا. طالبان د برمته شويو کسانو په مقابل کې د طالبانو د جنگياليو خوشي کېدل غواړي.