طالبان: د سولي په خبرو اترو کي برخه نه اخلو
۱۳۹۴ اسفند ۱۵, شنبهافغان وسله والو طالبانو ويلي چي تر هغه وخت پوري به د افغان حکومت سره د سولي په خبرو اترو کي برخه نه واخلي، تر څو چي د کابل حکومت او بهرنيو ځواکونو پر هغوی بريدونه او بمبارۍ نه وي بندي کړي، او تر څو چي بهرنۍ قواوي له افغانستان څخه نه وي وتلي.
د طالبانو له خوا د شنبې په ورځ په خپره سوې اعلاميه کي د يادي ډلې وياند ويلي چي طالبان د افغان چارواکو سره د سولي په تړاو خبري اتري ردوي.
د طالبانو دغه اعلاميه په داسي حال کي را وتلې ده، چي په انتظار کېده چي په راتلونکې اونۍ کي به د پاکستان په پلازمېنه کابل کي د دواړو اړخونو تر منځ مخامخ خبري اتري وسي. افغان چارواکو تر مخه ويلي ول چي د طالبانو سره مخامخ ليدنه او خبري اتري به د ۱۵ کلنې جګړې د پای ته رسولو د هدف له پاره يو مهم ګام وي.
خو طالبانو په خپله اعلاميه کي ويلي چي په خبرو اترو کي به برخه نه واخلي. په دغه اعلاميه کي د امريکا پر متحده ايالاتو تور لګول سوی چي په افغانستان کي يې خپل پوځي حضور زيات کړی. په اعلاميه کي راغلي چي امريکايي عسکر د شپې له خوا د اوسېدنې پر سيمو چاپې وهي. زياته سوې چي د افغان حکومت ځواکونو هم د طالبانو پر ضد خپل تعرضونه زيات کړي دي.