1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان امریکا ته: افغانستان ته اضافي سرتیري مه استوئ

۱۳۹۶ تیر ۲, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو او ناټو ځواکونو ته ګواښ وکړ چې افغانستان ته نور ځواکونو وا نه ستوي. دغه خبره د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده په یوه پیغام کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/2fE9A
Afghanistan Mullah Haibatullah Akhundzada
انځور: picture alliance/AP Photo/Afghan Islamic Press

په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه په وروستیو وختونو کې نوره هم توده شوې ده، امریکا متحد ایالات او ناټو په دې اړه فکر کوي چې افغانستان ته په زرونو اضافي سرتیري واستوي چې د افغان امنتتي ځواکونو د روزنې له بهیر سره مرسته وشي.

خو اخندزاده په خپل پیغام کې ویلي دي چې دغه شان یو اقدام به اشتباه وي: «که تاسو فکر کوي چې له خپل پوځي حضور او یا هم د ځواکونو د شمیر له لوړولو سره به زموږ اراده ماته کړئ، نو تاسو یو لویه اشتباه کوئ.»

د اخندزاده په پیغام کې چې په انګلیسي ژبه هم خپور شوی دی راغلي دي: «امریکایان باید پوه وي چې په افغانستان کې د جګړې دوام او د بمباریو ډیرېدل به هیڅکله هم د هغوی له پاره بریا را نه وړي.»

د طالبانو د مشر په پیغام کې زیاته شو ده: «افغانان داسې خلک نه دي چې چا ته پر ګونډو شي.»

ملا هیبت الله اخندزاده همداراز پر امریکا متحدو ایالاتو او متحدینو باندې یې د ټولې سیمې د ناآرامه کولو تور ولګاوه. خو هغه دا هم ویلي دي چې که امریکایان په افغانستان کې خپل «استخباراتي تجاوز» ختم کړي نو طالبان به ورسره ښې اړیکې ولري.

د طالبانو مشر همداراز پر خپلو جنګیالیو باندي غږ کړی دی چې له ملکي کسانو ساتنه وکړي او هڅه وکړي چې په جګړه کې هغوی ته زیان و نه رسیږي. خو ډیر وخت د طالبانو د بریدونو قربانیان ملکي وګړي وي. یوازې تیره ورځ په هلمند ولایت کې یوې چاودنې ۳۶ کسان ووژل او ۶۰ تنه نور یې ټپیان کړل. په قربانیانو کې په لسونو ملکي وګړي هم شامل ول.