1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: امريکا بايد خبرو ته زمينه برابره کړي

۱۳۹۱ فروردین ۷, دوشنبه

د طالبانو یوه پخواني قوماندان ویلي دي چې کيدای شي طالبان د سولي خبري اتري پیل کړي خو دا په امریکا پوري اړه لري چې په افغانستان کې وروستۍ زیانمني شوي اړیکي څنگه رغوي.

https://p.dw.com/p/14S75
انځور: AP

طالبانو له متحده ایالاتو سره خبري درولي دي او امریکا ئې په دې تورنه کړې ده چې په گوانتانامو کې د پنځو تنو طالب بندیانو په راخلاصولو کې ئې پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

طالبانو د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات د کلي تر خونړۍ پيښي وروسته چي یوه امریکايي عسکر ۱۷ تنه بې گناه افغانان ووژل وويل، چي ددې خلکو غچ به له امریکايانو څخه اخلي.

د طالبانو دغه پخواني قوماندان سید محمد اکبراغا، په کابل کې له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کي ویلي دي چې له متحده ایالاتو سره د طالبانو د سولي په اړه ازمايښتي خبري چې موخه ئې په افغانستان کې روان کړکیچ ته د پای ټکی ایښوول دي ختمي نه، بلکي ځنډول شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «دا خبره طالبانو، افغان دولت او بهرنیانو ته روښانه ده چې د افغانستان کړکیچ له خبرو پرته د حل لاره نه لري.»

هغه دغه راز ويلي دي چې دا خبري اتري به هرو مرو پیلیږي، خو دا چې څه وخت به پیلیږي دا د باورفضا په رامنځ ته کولو پوري اړه لري.

له طالبانو سره په پټه مخامخ خبري په ۲۰۱۰ کال کې په المان او عربي هیوادونو کې پیل شوي وې خو کومه نتيجه ئې نه وه ورکړې.

د دواړو اړخونو ترمنځ په خبرو کې پرمختگ تیر کال هغه مهال رامنځ ته شو چې په قطر کي له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره د یوه دفتر پر پرانیستلو هوکړه وشوه.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: AP

پر دې سربیره له گوانتانامو زندان څخه قطر ته د پنځو تنو طالب بندیانو د لیږلو وړاندیزهم شامل وو.

اکبراغا، چې د طیب اغا وراره دئ په خپلو خبرو کې زیاتوي چې د دفترد پرانیستلو پر سر پریکړي ته سره ورسیدل او داسي یو جوړ جاړي ته ډیر نزدې شوي ول، چې بندیان راخلاص شي، خو له بده مرغه ځیني داسي پیښي و شوې چې د اعتماد فضا ئې یو ځل بیا گډه وډه کړه:

«امریکا د بندیانو د راخلاصولو وعده پر ځای نه کړه. هغوی دا کار له یوې ورځي څخه بلي ته ځنډاوه او خپل دریځ به ئې بدلاوه.»

د اکبر اغا په وینا په کندهار کې د ملکي وگړو وژني د سولي پردغي پروسې نوره هم اغیزه وکړه، ځکه چې دغه عمل په خلکو کي د قهر سبب وگرځید.

هغه وایي چې د دواړو اړخونو تر منځ د اعتماد فضا تر برابرولو وروسته به له امریکایانو سره د خبرو بل پړاو سیمه ییزه ډز بندي وي:

«پلان دا دئ چې ولایت په ولایت به ډز بندي وشي. دا کار به اول په هغو سیمو کې پیل شي، چې جگړه پکښي روانه ده. په دې سره به خلکو ته گټه ورسیږي، ځکه چې تر ټولو زیات هغوی له دې جگړې څخه کړیږي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل