طالبان: استازي مو د بندیانو او مهاجرو پر ستونزو غږیږي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو ویلي دي، د دوی درې کسيزه استازی په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې د دوی د نیول شوي یوه مشر ملا برادر اخوند او د «ځینو نورو بندیانو» د راخلاصیدو له پاره د فشار اچولو په موخه پاکستان ته تللی دی.
د نوموړي خبري آژانس په وینا د طالبانو له لوري په استول شوې بریښنا لیک دا هم ویل شوي دي چې دوی به «د افغان مهاجرو د موضوع او ځینو سرحدي سیمو د ستونزو» په هکله خبري اتري وکړي.
د آلمان خبري آژانس د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي دي چې په پام کې ده طالب استازي به د سولي د خبرو اترو د پيلیدو له پاره «له پاکستاني، افغان او امریکایي چارواکو سره مقدماتي خبري اتري» وکړي او همداشان له چین سره هم.
دغه پاکستاني دیپلومات د نوم د نه ښوولو په شرط د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «اټکل کیږي چي څلور اړخیزه ډله به د دې اوونۍ په پای یا بله اوونۍ کې خپله غونډه په اسلام آباد کې وکي.»
د سولې په تړاو دغه څلور اړخیزي غونډي تیر کال پېل شوې، خو وروسته له هغې له ځنډ سره مخامخ شوې چې طالبانو د مارچ میاشتې له پاره په پلان شوو خبرو اترو کې له گډون څخه ډډه وکړه.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو خبرو اترو راتلونکي دا اوونۍ هغه وخت لا پسي تر شک لاندي شوه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یاغیانو پر وړاندي سخت دریځ خپل کړ او ویې ویل چې له پاکستان څخه نوره دا توقع نه لري چې طالبان دې د سولي خبرو اترو ته کښینوي. بلکي د دې پر ځای یې له پاکستان څخه وغوښتل چې پر خپله د هغوی پر ضد وجنگيږي.
د دوشنبې په ورځ هغه په خپله وینا کې وویل چې یوازي د ځینو ډلو پر وړاندي د خبرو اترو دروازې پرانیستي دي. د آلمان خبري آژانس لیکلي دي چې ځیني شنونکي په دې آند دي چې ښایي دغه بیانیه د خبرو اترو له پاره پر یاغیانو د فشار راوړولو له پاره وي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو د ځانگړي استازي مرستیال جوناتن کارپینتر دا اوونۍ په پاکستان کې دی.
په روانه میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو اعلان وکړ او د تیري سه شنبې په ورځ یې په کابل کې یو خونړی برید وکړ چې تر ۶۰ زیات کسان یې ووژل او په سلونو نور پکښې ټپیان شول.
په پاکستان کې د امنیتي چارو کارپوه فدا خان د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې پر ملکي مرگ ژوبلې سربیره هم په سیاسي ډگر کې نه پرمختگ ښایي د دې سبب گرځیدلی وي چې طالبان بیرته خبرو اترو ته راشي.