1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ۲۱ کسان بيرته آزاد کړي دي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو په هلمند ولایت کې له برمته کړو کسانو څخه ۲۱ تنه بيرته ازاد کړي دي. دغه کسان د سه شنبې په ورځ د واشېر ولسوالۍ په اړونده سیمه کي برمته شوي ول.

https://p.dw.com/p/1JB2l
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

دغه کسان د هلمند ولایت له واشیر ولسوالۍ څخه هغه وخت برمته شوي ول چې په دوو موټرو کې يې له کندهار څخه هرات ته سفر کاوه. افغان چارواکو د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې طالبانو له دوو موټرو څخه ۲۵ کسان کښته کړي او برمته کړي دي.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي: «د هغوی له ډلې څخه ۲۱ تنه آزاد شوي دي چې اوس له پولیسو سره دي.»

له بلې خوا افغان پوخ خبر ورکړی دی چې دغه کسان د سه شنبې په ورځ ماښام په مارجه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې آزاد شوي دي. خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده او ویلي دي یې دي چې برمته شوي کسان یې تر هغه وروسته آزاد کړي دي چې «بې ګناهي یې» ثابته شوه. طالبانو تر دې مخکې ویلي ول چې هدف یې په موټرو کې سپاره د دولت کارکوونکي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د هغوی ۲۱ کسان بیګناه وموندل او آزاد مو کړل.» هغه زیاته کړې ده چې اوس یې هم شپږ کسان په بند کې دي خو دغه ادعا لا تر اوسه پوري د کومې بلې سرچینې له خوا تائید شوې نه ده.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان لویې لاري سختي شوي دي چې طالبان او نوري ولسه والي ډلې پرې ترې مسافر برمته کوي.

د رواني میاشتې په پیل کې هم وسله والو کسانو په کندز کې ۴۰ کسان برمته کړل چې ځيني يې ووژل او ځيني يې بيرته آزاد کړل. اوس هم د هغوی له ډلې څخه یو شمیر د طالبانو په بند کې دي.