1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو ۱۶ مسافر وژلي دي»

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي طالبانو د افغانستان په شمال کي ۱۶ مسافر وژلي دي. ويل سوي چي يو شمېر مسافر اختطاف سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1IxUS
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

افغان چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۳۱مه) د افغانستان په شمال کي ۱۶ مسافر وژلي دي. دا خبر فرانس پريس خبري آژانس ورکړی دی.

د آژانس د خبر له مخي افغان چارواکو ويلي چي وسله والو د مسافر سرويس موټر راګرځولي دي. زياته سوې چي د دغو سرويس موټرو څخه ۱۶ مسافر وژل سوي او په لسهاؤ نور اختطاف کړل سوي دي.

د سيد محمود دانش په نوم د کندوز ولايت وياند ويلي چي «طالبانو ۱۶ مسافر په ډزو وژلي دي.» د شير عزير په نوم د افغان پوليسو يو چارواکي بيا د وژل سوو مسافر شمېر ۱۷ ياد کړی دی.

تعقيب

د کندوز د والي وياند وياند سيد محمود دانش آلمان ږغ دويچه وېله ته وويل چي د حکومت وسله والو مخاليفينو د کندوز کابل پر لويه لاره مسافر په ډزو وژلي دي. هغه زياته کړه چي يو شمېر نور اختطاف سوي هم دي.

دانش د آلمان ږغ راډيو دري څانګي ته پر تليفون وويل چي مسافرين د کابل کندوز پر لويه لاره په سرويسونو کي د سفر پر حال ول چي د شپې پر وخت يې سرويسونه د وسله والو لخوا ودرول سول. د وياند په وينا احتمالا د ټولو دغو مسافرو شمېر د ۱۳۰ په شاوخوا کي ؤ. هغه زياته کړه چي وسله والو ۳۵ تنه مسافر د ځان سره بېولي دي.

دانش وويل: «هغه کسان چي په شهادت رسېدلي دي، د يو راپور له مخي ۱۲ او د بل راپور له مخي ۱۴ نفر دي.» هغه زياته کړه چي د وژل سوو، ژوبل سوو او اختطاف سوو کسانو شمېرې کره نه دي او ښايي تغير ومومي.

د دغې پيښي په تړاو تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.