طالبانو په هلمند کې ۱۲ افغان ځواکونه وژلي
۱۳۹۵ مهر ۱۳, سهشنبهد لشکرګاه د پولیسو د دویمې حوزې قومندان حاجي ګران، د سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو د دوشنبې په ورځ ناوخته د پولیسو پر څلورو پوستو باندې بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
لشکرګاه له میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ دی. دغه ډله د روان کال له پیل راهیسې د هلمند ولایت د مرکز په لور د نزدې کیدو په حال کې ده.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک، ویلي دي چې د دې ولایت خانشین ولسوالۍ د دوشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته لویدلې ده.
د ځواک په خبره په وروستیو ورځو کې د افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا ۴۵ غړي په جګړه کې وژل شوي او تر ۱۵ ډیر نور بیا د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
طالبانو د دوشنبې په ورځ د یوې لنډې مودې له پاره د دویم ځل له پاره د کندز ښار مرکز ته ځان ورسوه خو وروسته بیا د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا پر شا وتنبول شول.