1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په هلمند کي ځانګړی ځواک جوړ کړی»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه

طالبانو په هلمند کي يو نوی ځانګړی کوماندويي ځواک جوړ کړی دی. کارپوهان دغه کار د هغوی د نظامي وړتياؤ بېلګه بولي.

https://p.dw.com/p/1JczI
انځور له ارشيف نه
انځور له ارشيف نهانځور: picture-alliance/dpa

هلمند د وسله والو طالبانو له پاره د افغانستان تر ټولو مهم ولايت دی. دغه ولايت چي پکښي اکثريت اوسېدونکي پښتانه دي، پکښي په لوړه اندازه د ترياکو کرهڼه کيږي. د کوکنارو کرهڼه د دې لامل سوې چي طالبان پسله تقريبا پنځلسو کالو لا هم په هلمند کي د حکومتي ځواکونو سره مقابله وکړي او دغه جګړه په اقتصادي توګه تمويل کړلای سي.

په تيرو وختونو کي طالبانو د هلمند ولايت يو شمېر سيمي نيولي او د دغه ولايت و مرکزي ښار لښکرګاه ته ډېر نژدې سوي دي.

په هلمند کي يو افغان امنيتي چارواکي و APE خبري آژانس ته ويلي دي چي په هلمند کي د طالبانو جګړيزه ځواک تر بل هر وخت زیات منظم او قوي دی. د هغه په وينا طالبانو په تيرو وختونو کي داسي جنګيالي جګړې ته رالېږلي دي چي و کوماندو ته ورته ډلې غړي معلوميږي. باور کيږي چي د دغو طالب جنګيالیو شمېر په سوونو دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.08.2015):


د طالبانو يو مشر د نوم نه ښودلو په شرط د دې خبري پخلی کړی دی، چي هغوی د ځانګړو روزل سوو جنګياليو ډله جوړه کړې ده. دغه طالب مشر ويلي چي مشرانو ورته اجازه نه ده ورکړې چي په دې تړاو د رسنيو سره خبري وکړي. د هغه په وينا «د دغو جنګياليو شمېر د ۲۰۰ څخه پېل سوی ؤ چي او تقريبا ۳۰۰ ته زيات سوی دی.» د دغه طالب مشر په وينا هغوی خپلې ځانګړي ډلې ته د «سره قطعه» نوم ورکړی دی.

د طالبانو دغه مشر ويلي: «دغه ډول ځواک موږ ته ډېري مثبتي او نوي پايلي راپه برخه کړي دي او موږ پر دې بحث کوو چي ايا موږ دغه طرز ډلو ته لا پراختيا ورکړو که څنګه.»

په داسي حال کي چې طالبانو د دغي ځانګړي ډلې په تړاو د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډه ډه کړې ده، افغان چارواکي نه غواړي پر دغه موضوع بحث وکړي.

په هلمند کي د ملکي چارواکو په وينا د طالبانو د دغه ځانګړي ځواک مشري حاجي نثار نومي کس کوي، چي په کندهار او زابل ولايتونو کي يې د طالبانو قومنده په غاړه درلودلې ده.

ويل کيږي چي د طالبانو دغه ځانګړی ځواک په لومړي سر کي د سنګين په ولسوالي کي چي د هلمند په شمال ختيځ کي پرته دی، رابرسېره سوی دی. د هلمند د ولايتي شورا د رئيس عبدالمجيد اخوندزاده په وينا طالبانو د خپل دغه نوي ځواک د برياؤ له کبله پلان جوړ کړی چي شمېر يې ۴۰۰ ته جګ کړي. د اخوندزاده په وينا «هغوی ډېر بريالي او خطرناکه دي.»

د هلمند افغان امنيتي مشرانو له افغان حکومت څخه غوښتي دي چي د طالبانو په وړاندي په جګړه کي لا زيات تجهيزات او وسايل په لاس کي ورکړي، تر څو د طالبانو مخه ونيولای سي.