طالبانو په هرات کي ۱۱ عسکر وژلي
۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبهد هرات د والي ویاند احسان الله حیات په سيمه کي دويچه ويله وويل چي په وژل شوو کسانو کې یوتن صاحب منصب او لس تنه عسکر شامل دي.
ویل کیږې د ملي اردو دغه عسکر هغه وخت ووژل شول، چې له بادغیس ولايت څخه يې د لومړۍ لیوا عسکرو د کاروان د امنیت ساتلو په موخه سیمي ته تللي ول چې ناڅاپي د طالبانو له خوا د کروخ ولسوالۍ په مسجد چوبي سیمه کې يرغل وشوو.
د رسنيو د راپورونو له مخي ويل کیږي چې په دغه يرغل کې د ملي پوځ ۹ تنه عسکر ټپیان شوي دي.
خو د بادغیس یوتن امنیتي مقام د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي چې په دغه پېښه کې ۱۱ عسکر ځای پر ځای وژل شوي او ۶ تنه يې ټپیان دي چې ظفر قول اردو ته د درملني په موخه لیږدول شوي دي.
دا پېښه په داسي حال کې را مینځ ته کیږې چې تیره ورځ د هرات امنیه قومندان پاسوال مجید روزي په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د فعاليت په اړه څرگندوني کړي وې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کروخ ولسوالي د هرات ښار په ختيځ شل کيلومترۍ کې د هرات-بادغيس پر لويه لاره پرته ده.