1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په مرزا اولنګ کې ۲۳۵ برمته شوي کسان آزاد کړي

۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبه

طالبانو د سرپل ولایت په مرزا اولنګ کې ۲۳۵ برمته شوي کسان آزاد کړي. د چارواکو په وینا څو ورځې ترمخه په دغه ځای کې طالبانو له داعش سره په ګډه شا او خوا ۵۰ تنه ملکي کسان وژلي خو لا هم د ځینو کسانو د برمته نیولو اندیښنه شته.

https://p.dw.com/p/2huc0
Afghanistan - Freilassung - Taliban
انځور: Getty Images/AFP/Str

د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د ځايي مخورو او ولایتي چارواکو د منځګړتوب په پایله کې د مرزا اولنګ له سیمي څخه د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۳۵ تنه آزاد کړی شوي دي.»

نوموړي ویاند په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه کسان د سه شنبې په ماښام په خوندي توګه سرپل ته انتقال کړی شوي دي خو په خبره یې «لا هم نامعلوم شمیر کسان په دغه ځای کې برمته نیول شوي دي.»

نوموړي خبري آژانس د یوې امنیتي سرچیني له قوله لیکلي دي داسې فکر کیږي چې ښایي طالبانو لا هم سل تنه برمته نیولي وي. په صیاد ولسوالۍ کې د مرزا اولنګ سیمه د تیرې میلادي اوونۍ په پای کې طالبانو نیولې وه.

د ځایي چارواکو په وینا د شنبې په ورځ له محلي پولیسو سره د ۴۸ ساعته جګړې وروسته د دغې سیمې تر نیول کیدو وروسته طالبانو او داعش په ګډه ۵۰ ملکي تنه چې زیاتره یې شیعه مذهبه مسلمانان دي ووژل چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرپل والي ظاهر وحدت، له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې «د ځایي مشرانو پر هڅو سربیره لا هم د قربانیانو جسدونه نه دي ورسپارل شوي.»

ښاغلي وحدت په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «۲۳۵ برمته شوي کسان آزاد شوي دي. هغوی داسی شوک لیدلی دی چې آن نه شي کولای د نورو برمته شوو کسانو په هکله وغږیږي.»

په عین وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د فرانسې خبري آژانس ته د ۳۴ ملکي کسانو د وژل کیدو خبره کړې ده.

د دغو کسانو د آزادیدو تر تائیدولو دمخه اماني ویلي وو چې۱۵۰ کورنۍ برمته شوې دي، خو دولت وزیري بیا د «نامعلوم شمیر کسانو د برمته کیدو» خبره کوي. د ښاغلي وزیري په خبره د سیمې د بیرته نیولو له پاره کوماندوي ځواکونه دغه ځای ته استول شوي دي. هغه زیاته کړې ده: «د کلي د بیرته نیولو له پاره به عملیات ډیر ژر پېل شي او ترهګر به د خپلو جنایتونو تاوان ورکړي.»