1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په قطر کي خپل دفتر پرانيست

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبه

طالبانو په رسمي ډول د قطر په پلازمېنه دوحه کي خپل سياسي دفتر د سه شنبې په ورځ پرانيست. واشنگټن ويلي دي، چي په نژدې ورځو کي به د افغان حکومت له دښمنانو سره په قطر کي خبري پيل کړي.

https://p.dw.com/p/18rYh
A general view of the Taliban Afghanistan Political Office in Doha June 18, 2013. The Afghan Taliban opened the office in Qatar on Tuesday to help restart talks on ending the 12-year-old war, saying it wanted a political solution that would bring about a just government and end foreign occupation. Taliban representative Muhammad Naeem told a news conference at the office in the capital Doha that the Islamist insurgency wanted good relations with Afghanistan's neighbouring countries. REUTERS/Mohammed Dabbous (QATAR - Tags: POLITICS)
Taliban eröffnen Büro in Doha Qatarانځور: Reuters

د الجزيرې تلويزيوني شبکې د راپور له مخي د افغان طالبانو استازو په دوحکه کي د يوه خبري کنفرانس پرمهال د خپل سياسي دفتر د پرانيستلو اعلان وکړ. په قطر کي د طالبانو يوه استازي محمد نعيم په دغه خبري کنفرانس کي وويل چي دوی د افغانستان له گاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.

د امريکا متحده ايالاتو يوه چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو هرکلی کړی دئ. هغه ويلي دي: «زه فکر کوم چي په دې نژدې ورځو کي به متحده ايالات په دوحه کي له طالبانو سره خبرو ته کښېني.»

دغه چارواکي خبريالانو ته ويلي دي، چي «له دغي ډلي سره چي اوس عملاً په افغانستان کي له دوی سره په جگړه بوخته ده خبري اسانه نه نوي».

په قطر کي د طالبانو دفتر په داسي ورځ پرانيستل کيږي، چي افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل ټول هيواد امنيتي مسئوليت د افغان امنيتي ځواک د پرغاړه اخيستلو اعلان وکړ.

کرزي له طالبانو سره د خبرو له پاره قطر ته پلاوی لېږي

افغان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۱۸) په کابل کي وويل، چي ډير ژربه په دغه هيواد کي د سولي د راتلو او ټينگښت له پاره خپل استازي له طالبانو سره خبرو ته وليږي.

کرزي وويل: «د افغانستان د سولي د عالي شورا مشر به په قطر کي له طالبانو سره خبري وکړي.»

دا په داسي حال کي ده چي د الجزيرې تلويزيون د يوه راپور پر اساس د سه شنبې په ورځ په قطر کي د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل کيږي. دغه تلويزيوني شبکې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د طالبانو دغه استازي چي له څو مياشتو راهيسي په قطر کي دي تراوسه پوري ئې په دوو کنفرانسونو، پاريس او تهران کي برخه اخيستې ده.

ولسمشر کرزي په قطر کي د طالبانو دفتر د پرانيستلو د پوښتني په جواب کي وويل: «هيله من يم چي د طالبانو د دفتر په پرانيستلو سره، هغه که نن وي که سبا د سولي له عالي شورا سره ژر خبري پيل سي.»

هغه مهال چي په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو خبري کېدې کرزي له هغه سره سخت مخالفت ښووئ. هغه ويل چي دغه خبري بايد په افغانستان کي وي.

کرزي په کابل کي د ناټو له عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن سره په یوه خبري غونډه کي پر دې باندي ټينگار وکړ، چي په خارج کي له طالبانو سره د خبرو طرفداره نه دئ. خو په دې دليل چي «يو شمېر بهرني هيوادونه په قطر د طالبانو له پاره د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو غوښتونکي دي»، ده دغه گام د سولي د خبرو اترو په گټه قبول کړی دئ.

د بهرنيانو د لاسوهني اندېښنه

کرزي ټينگار وکړ، چي د سولي خبري بايد د سولي د عالي شورا او طالبانو ترمنځ وي. هغه زياته کړه: «زموږ د تشويش دليل دا دئ، چي موږ پوهيږو چي په دې کي بهرني لاسونه سته.»

کرزي د سولي په خبرو کي د بهرنيو د لاسوهني په اړه نور معلومات ور نه کړل. تر دې دمخه داسي راپورنه خپاره سوي ول، چي امريکايانو او طالبانو په قطر کي مقدماتي خبري اتري پيل کړي دي.

خو دغه خبري اتري بيا ډير ژر د طالبانو له خوا په دې دليل چي امريکايانو له گوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو د آزادۍ په برخه کي پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې وځنډېدې.

افغان ولسمشر حامد کرزي پر دې باندي هم ټينگار وکړ، چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو تر پيليدو وروسته بايد دغه پروسه په افغانستان کي پرمخ يووړل سي.

«هيله من يم چي زموږ ورونه طالبان هم په دې پوه سي چي دغه پروسه ئې په خپل وطن افغانستان کي پر مخ ولاړه سي.»