تروريزم
طالبانو په فاریاب کې پنځه پولیس وژلي دي
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهاعلان
د فاریاب ولایت ویاند جاوید دیدار، ویلي دي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ په غورماچ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
دغه چارواکي روښانه کړې ده چې طالبانو د یوې لنډي مودې له پاره د غورماچ ولسوالۍ ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته، خو روښانه یې کړه چې تر سختو نښتو وروسته افغان امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې یو ځل بیا طالبان پر شا و تنبوي.
د دیدار په خبره په دې په نښتو کې اته طالب جنګیالي هم وژل شوي دي چي مړي يې د جگړې په سیمه کې پاته شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې د فاریاب د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.