1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په زلزله ځپلو سیمو کې اوربند اعلان کړ

۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې اوربند اعلان کړ. د دوشنبې په ورځ زلزلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په سوونو کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1GwM1
انځور: AP

دغه اعلان د هندوکش په غرونو کې د ریشتر په مقیاس تر ۷.۵ درجې زلزلې درې ورځې وروسته شوی دی. د زلزلې له کبله تر ۴۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي چې ډیر یې په افغانستان او پاکستان کې دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي: «موږ خپلو مجاهدینو ته سپارښتنه کړې ده چې د کابل د حکومت په ګډون پر هر هغه چا له برید کولو ډډه وکړي چې زلزله ځپلو کسانو ته مرسته رسوي.»

مجاهد په عین حال کې ټینګار کړی دی چې که د طالبانو پر جنګیالیو باندې برید وشي نو هغوی به یې هم ځواب ورکړي.

د طالبانو دغه ویاند روښانه نه کړه چې اوربند به د څومره وخت له پاره دوام وکړي او دا یې هم و نه ویل چې طالبان به په کومو ولایتونو کې اوربند عملي کړي.

د دغې زلزلې له کبله د بدخشان، تخار، نورستان، ګونړ، ننګرهار، کابل او بغلان ولایتونه تر بل هر ځای ډیر زیانمن شوي دي.

د افغانستان له بیړنیو حالتونو سره د مبارزې په اداره کې د بیړنیو مرستو مسئول محمد اسلم سیاف، ویلي دي: «موږ له دغه شان یوه اعلان څخه خبر نه یو، او پر هغه باندې تر هغه وخته پورې چې افغان حکومت نه وي تائید کړی اعتماد هم نه شي کیدای.»

دغه افغان چارواکي ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ یې زیانمنو کسانو ته د مرستو رسولو بهیر پیل کړی دی.