1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په روزګان کي ۴ پولیس وژلي دي

۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/179gc

د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي دي، چي طالبانو د چارشنبې په ورځ ناوخته په روزګان ولايت کي د پولیسو پر یوې پوستې باندي په حمله کي ۴ پولیس د استراحت او خوب پر وخت وژلي دي. د روزګان ولایت ویاند عبدالله همت ویلي دي، چي یوه پولیس چي پیره یې کوله، طالبانو ته اجازه ورکړې ده چي د تيري ښار د پولیسو دغي پوستې ته ورننوزي. د روزګان د پولیسو په حواله دغه کس له طالبانو سره ارتباط درلود او له دغي پيښي وروسته له هغوی سره یو ځای تښتیدلی دی.