طالبانو په بدخشان کې دوې پولیسي وژلې دي
۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبهد بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري، ویلي دي چې پیښه د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال رامنځ ته شوې ده. د نظري په خبره دغه دوې پوليسي په ترکيه کې د پولیسو له یوه روزنیز پروګرام څخه خپل کور ته په رخصتۍ تللې وې.
د بدخشان د ښځو چارو ادارې مشرې زفنون ناطق، ویلي دي چې دواړي وژل شوې خویندي وې او د ښار د مرکز فیض آباد، د پولیسو په قومانداني کې یې کار کاوه.
دغه ښځې له خپلې مور سره د فیض آباد پر لور روانې وې چې موټر یې د طالبانو له خوا ودرول شو. په پیښه کې د نجونو مور هم وهل شوې ده.
طالبانو په دې اړه لا تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. په افغانستان کې اوس مهال ۳۰۰۰ پولیسې فعالې دي چي دا د افغان پولیسو تر دوه سلنه کمه برخه ده. په امنیتي ځواکونو کې د ښځو پولیسو شمیر د ډېرښت په موخه د UNDP دفتر او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پروګرام پيل کړی چې په ترڅ کې به یې نزدي ۱۰۰۰ پولیسې په ترکیه کې وروزل شي.
زموږ له ارشیف څخه: