طالبانو په ارزګان ولایت کې نهه افغان سرتیري وژلي
۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سهشنبهاعلان
په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي عبیدالله بارکزی، ویلي دي: «دغه اډه له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره وه او دې سیمې ته ټول رسیدونکي واټونه هم تړل شوي وو.»
هغه د آلمان خبري آژانس ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې طالبان د دوشنبې په شپه ناوخته دې اډې ته ننوتې دي او یو شمیر سرتیري یې برمته هم نیولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت د ارزګان ولایت د دهسود ولسوالۍ په ریګک سیمه کې پر خپلې اډې باندې برید تایید کړی دی، خو د پیښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د دې وزارت یوه ویاند ویلي دي: «اوس یوه ډله سیمې ته د نورو څیړنو په موخه استول شوې ده.»
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان د نورو سیمو په څیر په ارزګان ولایت کې هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.