1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له دولت سره خبرې اترې ونه منلې

۱۳۸۶ مهر ۹, دوشنبه

طالبانو د افغان ولسمشر حامد کرزي د خبرو اترو وړانديز رد کړی دی. تر هغه وخته پورې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي او افغان دولت خپل واک ونه لري به د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي په وينا له دولت سره خبرې ونه شي.

https://p.dw.com/p/DK8Q
د امريکې ولسمشر او د ملگرو ملتونو سر منشي د ښاغلي کرزي په وينا له خبرو څخه ملاتړ کوي
د امريکې ولسمشر او د ملگرو ملتونو سر منشي د ښاغلي کرزي په وينا له خبرو څخه ملاتړ کويانځور: picture-alliance/dpa
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ طالبانو ته د خبرو اترو وړانديز کړی و او دې ته يې امادگي ښکاره کړې وه چې پخپله د طالبانو له مشر ملا عمر او د اسلامي گوند له مشر گلبدين حکمتيار سره ليدنه کتنه وکړي. کرزي زياته کړه چې د امريکې ولسمشر جورج بوش او د ملگرو ملتونو سر منشي بانکي مون د خبرو اترو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د اونۍ په پای کې له تېرو شپږو کالونو راهيسې تر ټولو زوروره چاودنه وشوه او دېرش تنه په کې ووژل شول. د طالبانو لخوا يرغمل شوي څلور تنه د سره صليب کارکونکي بېرته خوشي شوي دي. نوموړي څلور تنه د وردگو په ولايت کې برمته شوي وو.