1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له ايراني چارواکو سره خبري تائيد کړې

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۱۳, دوشنبه

طالبانو تائيد کړې ده چي له ايراني چارواکو سره ئې د خبرو اترو له پاره يو پلاوی تهران ته لېږلی دئ. د دې ترمخه د فارس خبري آژانس خبر ورکړی وو، چي د طالبانو يو هيئت ايران ته رسېدلی دئ.

https://p.dw.com/p/18ijC
Unidentified Talibans are seen at a news conference in Islamabad, Pakistan in this Sept. 15, 2001 photo. Former Taliban corps commander says the ousted religious militia, Taliban has turned the corner no longer on the run, reorganized, disciplined and getting help from a disgruntled population fed up with the relentless lawlessness of the U.S.-backed interim administration. (AP Photo/B.K.Bangash)
Afghanistan Talibanانځور: AP

د فرانسې خبري آژانس د راپور په حواله د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمد دا خبره تائيد کړې ده، چي د دغي ډلي يوه هيئت په يوه درې ورځني سفر ايران ته رسېدلی دئ.

هغه ويلي دي چي د طالبانو استازو له ايراني چارواکو سره خبري اتري کړي دي. قاري يوسف ويلي دي، چي د ملايانو يوې ډلي په ايران کي په يو جلا کنفرانس کي گډون کړی دئ.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، تر هغه وخته چي د طالبانو د سفر راپور تائيد سوی نه وي دوی ئې په اړه تبصره نسي کولای.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زیانځور: DW

د دغه وزارت ويان جانان موسي زي، د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۲) په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «موږ د هغه راپور په اړه چي خپور سوی دئ له ايراني چارواکو سره په خبرو کي يو، ترڅو د دغه راپور درست و نادرست ثابت کړو.»

افغان حکومت د دې ترمخه ويلي ول، چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبري اتري يوازي په قطر هيواد کي د يوه سياسي دفتر په پرانيستلو سره پرمخ وړل کيږي او نور هيوادونه بايد له طالبانو سره په پراگنده توگه خبري و نه کړي.

موسي زي ټينگار وکړ چي ايران د افغانستان په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو اترو پروسې ملاتړ کړی دئ. د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چي ايران په تيرو يوولسو کلونو کي له افغانستان سره د دوستۍ اړيکي لرلې.

موسي زي وويل د افغانستان په اړه د ايران رسمي دريځ مثبت دئ: «د افغانستان په اړه د ايران د رهبرانو دايمي رسمي موقف دا وو، چي هغوی په افغانستان کي د سولي طرفداره دي. هغوی ويلي دي، چي په افغانستان کي نړيوال تروريزم چي د دغه هيواد خلک ئې په وينو لړلي دي نه يوازي د افغانستان، بلکي سيمي له پاره گواښ دئ.»

ايران ته د سفر خطرونه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز له خپلو هيوادوالو څخه وغوښتل چي ايران ته د سفر کولو له پاره له قانوني لارو څخه استفاده وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د ايران سرحدي ځواکونه په ځينو مواردو کي پر هغو افغانانو باندي فيرونه کوي، چي په سرحد کي په غير قانوني توگه تيريږي.

موسي زي وويل: «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خپلو وطنوالو څخه غواړي، چي د انساني قاچاقبرو په خبرو فريب ونه خوري او يوازي په قانوني اسنادو سره، يعني پاسپورت او ويزې سره له قانوني لارو دغه هيواد ته سفر وکړي.»