1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د يوه امريکايي عسکرد نيول کيدو فلم خپور کړی دی

۱۳۸۸ دی ۴, جمعه

د طالبانو يوهء وياند وويل چې د بېرگدال د پرېښودلو په بدل کې له امريکايي زندانونو څخه د بنديانو خوشې کېدل غواړي . دغه ويديويي فلم چه نن جمعه خپور سو، هغه امريکايي عسکر ښيي

https://p.dw.com/p/LDNO
انځور: AP

چې شپږمياشتي پخوا په افغانستان کې نيول شوی ؤ .

په دغه ويديويي فلم کې درويشت کلن بېرگدال په داسي حال کې ښودل کيږي چې د يوې قاليني مخ ته ناست دی، يوه خولۍ يې پر سر کړې ده او د لمر عينکې يې ايښي دي . په يوه بله صحنه کې سرخرېيلی په خړو جامو کې ليدل کيږي . نوموړی په ويديويي فلم کې داسي څرگندوني وکړې:

«زه تاسو ته په تاسف سره وايم چې دغه جنگ زموږ له گوتو څخه وتلی دی او زموږ بل ويتنام به وي که د امريکې ولس راپورته نسي او دغه بې مفهومه جگړه بس نه کړي.«

بريدگی بېرگدال د جون پر دېرشمه نېټه لادرکه شوی و. هغه په افغانستان کې د متحده آيالتونو په مشرۍ د جگړې له پيل راهيسي لومړنی امريکايي عسکر دی چې برمته شوی دی . په دغه ويديويي فلم کې بېرگدال د خپل ځان په هکله معلومات ورکوي، هغه خپله رتبه، د زېږېدلو نېټه او زېږېدنی ځای او نور شخصي معلومات د خپلی دندی په شمول په ډاگه کوي . د دغه ويديويي فلم په هکله د متحده آيالتونو پوځ او يا ناټو ځواکونو هم سمدلاسه غبرگون نه دی ښودلی . د طالبانو يوهء وياند، قاري يوسف احمدي د ای اف پي خبري اژانس ته وويل : «موږ دې ته چمتو يو چې نوموړی زموږ د بندي شويو ملگرو په بدل کې خوشې کړو، خو امريکايان دې ته چمتو نه دي چې د هغوی د عسکرو په بدل کې زموږ بنديان هم آزاد کړي.«

نوموړي زياته کړه:

«هغه نه ربړول کيږي او نه ځورول کيږي . له هغهء سره د شريعت د لارښوونو له مخي د يوه جنگي بندي په ډول سلوک کيږي .« خو احمدي ونه ويل چې له بېرگدال سره به څه کيږي، که د طالبانو غوښتني ونه منل سي . طالبانو په جولای کې د بېرگدال يو بل ويديويي فلم هم خپور کړی و، چې په هغه کې يو سرخرېيلي اسکېرلی سړی ليدل کيږي چې وايي امريکايي ځواکونه دې له دغه جنگ ځپلي هېواد څخه ووځي.

احمدي زياته کړه چې د دغه دويم ويديويي فلم خپرول دا هدف لري، تر څو نړۍ ته وښودل شي چې طالبان د امريکايانو په مشرۍ له يرغل څخه اته کاله وروسته جگړه گټي. دوی وايی ،

«موږ غواړو دنيا ته دا وښېيو چې پرافغانستان باندي يرغل شوی دی . هغوی يرغلگر دي . موږ غواړو وښېيو چې موږ دغه جنگ گټو او يرغلگر به يا ووژل او يا په دې ډول ونيول شي.«

دا چې دغه ويديويي فلم څه وخت ډک شوی دی، څرگنده نه ده . يوهء سړي، چې ويل يې د طالبانو يو محلي قوماندان دی، په جولای مياشت کې آی اف پي اژانس ته ويلي وه چې يرغمل شوی عسکر له پولی ها خوا پاکستان ته وړل شوی دی، چېري چې طالبانو هم يو پاڅون پيل کړی دی.

خو احمدي ټينگار وکړ چې بېرگدال په افغانستان کې دننه ساتل کيږي او هيڅکله هم پاکستان ته نه دی بيول شوی . د دغه ډول ادعاو سپيناوی څه آسانه خبره نه ده.

طالبانو او القاعده پوري تړلې د حقاني د ډلي يو تن قوماندان، چې د پکتيا، پکتيکا او خوست په سويل ختيځو ولايتونو کې فعاليت کوي، د يو عسکر د يرغمل کيدو ادعا د جولای پر دويمه نېټه کړې وه . بېرگدال د پکتيا په ولايت کې ورک شوی و. په همدغه مياشت کې د امريکې د متحده آيالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کينتن دغه نيونه وغندله او وويل چې متحده آيالتونه به هر هغه څه وکړي تر څو خپل عسکر پيدا او آزاد کړي .

AFPE/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري