طالبانو د هلمند يوه ولسوالي نيولې ده
۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبهد هلمند ولايت د پوليسو وياند عبيدالله عبيد رسنيو ته ويلي دي تر سختي جگړې وروسته مو ځواکونه پر شا سوي دي: «زموږ امنيتي ځواکونه تر اوسه لا د دغي ولسوالۍ په سيمه کي دي او له طالبانو سره جنگيږي.»
عبيد په دغه سخته جگړه کي د افغان امنيتي ځواکونو تلفات رد کړل. خو ځايي اوسېدونکو رويترز خبري آژانس ته د تليفون له لاري ويلي دي چي په کوڅو کي پراته مړي د دولتي ځواکونو او طالبانو دي.
طالبانو منلې ده چي د نوزاد ولسوالۍ مرکز ئې نيولی دی او ډېري وسلې او مهمات لاس ته ورغلي دي.
په هلمند کي د وسله والو طالبانو يرغلونه په داسي حال کي زور اخلي چي تيره ورځ افغان حکومت د دغي ډلي د مشر ملا محمد عمر د مرگ خبر تائيد کړ.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي رغلي چي ملا عمر دوه کاله دمخه مړ سوی دئ.
ويل کيږي چي عمر د يوې ناروغۍ له کبله مړ او د افغانستان په زابل ولايت کي ښخ سوی دئ. د راپورونو له مخي د عمر زوی د خپل پلار جسد تشخيص کړی دئ.