1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ملگرو ملتو رپوټ رد کړی

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

ملګرو ملتو، د می مياشت په افغانستان کي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو له امله تر بل هر وخت خونړۍ ګنلې. په افغانستان کي د هغه سازمان د نمايندګي، يوناما، ويلي دي چي ډيری ولسي وګړي د طالبانو په حملو کي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/11Z5e
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: DW

خو طالبانو نن د ملګور ملتو دغه رپوټ رد کړ. پرون يوناما وويل چي 368 تنه ولسي وګړي د می په مياشت کي په ټوليزه توګه وژل سوي دي.

هغي اداري يادونه کړي چي دا له د 2007 کال څخه را په دې خوا تر اوسه پوري د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو له لحاظه تر بل هر وخت ډير لوړ شمير دی.

يوناما وويل چي د نوموړي شمير څخه 301 تنه يي د ياغيانو د حملو قربانيان دي، 45 يي د ناټو په حملو کي وژل سوي دي او 22 تنه نورو يي د عمومي زور زياتيو په نتيجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هغي يوي وينا پاڼي کي چي ويل کيږي د طالبانو له خوا خپره سوې، راغلي چي « د ملګرو ملتو دغه معلومات د طالبانو پر ضد د تبليغاتو يوه برخه ده.» په خبره پاڼه کي زياته سوې چي د دا « ډول معلوماتو خپرولو هدف د نړيوالي ټولني او افغانانو تير ايستل دي.»

په افغانستان کي د ملګرو ملتو نمايندگي، يوناما په پام کي لري چي د جولای په مياشت د 2011 کال په لومړۍ نيمايي کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو په هکله يو مفصل رپوټ خپور کړي.

د افغانستان د رواني جګړې ډيری قربانيان ولسي وګړي دي. د ملګرو ملتو د يوې احصايي له مخه په 2010 کال کي 2777 ولسي وګړي ووژل سول چي د په تيره لس کلنه جګړه کي تر ټولو ډير لوړ شمير دي.

ملګري ملتونه وايي چي ډيري ولسي وکړي د ځانمرګي بريدونو او په پټه توګه د ښخ کړای سوو ماينونو چي د ياغيانو دير اغيزمنه وسله ګنل سوې، وژل سوي دي.

د ملګرو ملتو د وينا له مخي دغه راز د ناټو په هوايي ببماريو کي هم ملکي خلک وخت په وخت وژل سوي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل