«طالبانو د فارياب ولايت يوه ولسوالي نيولې ده»
۱۳۹۵ مهر ۲۰, سهشنبهد فارياب د ولايتي شورا يوه غړي چي نوم ئې نه دی ښوول سوی، رسنیو ته ويلي دي چي د دغه ولايت د غورماچ ولسوالي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۱مه) وسله والو طالبانو ونيوله.
د هغه په خبره طالبانو لومړی دغي ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لاره بنده کړه، څو د ولسوالۍ امنيتي ځواک ته نور مرسته کوونکی ځواک ونه رسيږې او بيا ئې ولسوالي ونيوله.
پر دغي ولسوالۍ باندي د جگړې پرمهال د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل سوي او دا لا هم تر اوسه پوري روښانه نه ده چي په دغه ولسوالۍ کي مېشته افغان امنيتي ځواک څه سوی دئ.
د فارياب ولايت غورماچ ولسوالي د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر مياشت کي هم يووار وسله والو طالبانو نيولې وه.
له تيرو څو اوونيو راهيسي وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال او جنوب کي خپلو يرغلونو ته زور ورکړی، چي په ترڅ کي ئې پر کندز او بغلان باندي بريدونه د هلمند پر مرکز لښکرگاه ښار او د فراه ولايت پر ځينو سيمو بريدونه شامل دي.
تر دې دمخه ئې د روزگان ولايت پر مرکز «تيري» (ترين کوټ) باندي پراخ يرغل وکړ چي څو اوونۍ ئې دوام وکړ او اوس د کندز او لښکرگاه ښار په څنډو کي له افغان امنيتي ځواک سره جنگيږي.
د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په تيرو څو ورځو کي يوازي له کندز ښاره تر ۳۳۰۰۰ زيات انسانان تښتېدلي دي.
د طالبانو له خوا د افغان حکومت تر کنترول لاندي سيمو نيول ډېر لند وي، خو پر يوه وخت د دغه هيواد پر بېلابېلو سيمو د هغوی يرغلونو افغان امنيتي ځواک له ستونزو سره مخامخ کړی دئ.
د امريکا متحدو ايالاتو له خوا په يوه تازه خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي افغان حکومت د خپلو ولسواليو يوازي پر ۶۵ سلنه باندي کنترول لري.