1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خپل وژل سوي مشر ځای ناستی وټاکه

۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبه

وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تائيد کړې او د هغه ځای ناستی ئې ټاکلی دئ. دوی ويلي دي چي د ټولو طالبانو په سلا سره ئې ملا هيبت الله اخندزاده ټاکلی دئ.

https://p.dw.com/p/1ItvN
Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو له خوا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د می ۲۵مه) رسنيو ته په لېږل سوې ويناپاڼه کي د دوی د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تائيد سوې او د هغه ځای ناستی ئې ملا هيبت الله اخندزاده ټاکلی دئ.

دوی ويلي دي چي ملا منصور د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي د بلوچستان ايالت نوشکې سيمي ته نژدې د شنبې په ورځ وژل سوی دئ.

د طالبانو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي، د طالبانو د رهبرۍ شورا ټول غړي پردې باندي سره سلا سوي دي چي ملا هيبت الله اخندزاده د ملا منصور ځای ناستی وټاکي.

په خپرپاڼه کي د نوي مشر مرستيالان سراج الدين حقاني او د طالبانو د تحريک بنسټ ايښوونکي ملا محمد عمر زوی، ملا يعقوب ياد سوي دي.

امريکا متحدو ايالاتو ويلي دي چي ملا منصور ئې ځکه په نخښه کړ چي په افغانستان کي د دوی ځواکونو او د سولي پروسې ته گواښ وو.

د منصور وژنه د يکشنبې په ورځ لا امريکا متحدو ايالاتو او د افغانستان د ملي امنيت ادارې له خوا تائيد سوې، خو پاکستاني چارواکو تر پرونه پوري لا د هغه وژنه نه سوای تائيدولای.