1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خپل منځیو اختلافاتو د له منځه تلو ادعا وکړه

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۳, یکشنبه

د طالبانو په غږیز پیغام کې ادعا شوې ده چې د دې ډلې د دوو مخالفو ګروپونو تر منځ اختلافات له منځه تللي دي. طالبان د ملا عمر د مړینې د خبر تر تاییدیدو وروسته د ملا اختر منصور او ملا محمد رسول په مشری په دوو دلو وویشل شول.

https://p.dw.com/p/1HXKm
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

ملا نظر محمد، چې د کویټې شورا غړی دی او د طالبانو یو له پیاوړو قاضیانو څخه شمیرل کیږي، د طالبانو په رسمي انترنتي پاڼه کې په یوه خپور شوي غږیز پیغام کې د دواړو اړخونو تر منځ د مخالفتونو د له منځه وړلو په موخه د جوړې شوې غوڼدې په اړه ویلي دي: «د غونډې مشر د اسلامي امارت مرستیال مولوي هیبت الله اخندزاده کوله. په دې غونډه کې د هیواد ډیر نور مشران هم حاضر وو.»

ملا باز محمد، چې د افغانستان په سویل کې د طالبانو مشري پر غاړه لري، د ملا محمد رسول، په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون کړی وو. دغه غونډه د طالبانو د خپل منځنیو جګړو د پای ته رسولو په موخه راغوښتل شوې وه. دې جګړې د اکتوبر او دسمبر په میاشتو کې د طالبانو په دواړو اړخونو کې ډیر شمیر کسان ووژل.

ملا نظر محمد په خپور شوی غږیز پیغام کې ویلي دي: «له هغه وخته چې دغه اختلافات رامنځ ته شوي دي، موږ وخت نا وخت هغه هغو وړوکې فاصله له منځه یوسو چې رامنځ ته شوې ده او د خپلو ډلو په منځ کې د ښه نیت او پوهې له لارې یووالی راولو.»

په پیغام کې ادعا شوې ده چې د دواړو اړخونو استازې یو له بل سره موافقې ته رسیدلې دي او د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد، سره خپل بعیت اعلان کړی دی. په غونډه کې همداراز د دواړو اړخونو تر منځ پر یوه اوربند باندې موافقه شوې ده. همداراز توافق شوی دی چې د طالبانو تر منځ د مخالفتونو د له منځه وړلو په موخه باید یو کمیسیون جوړ شي.

د افغانستان په سویل کې د طالبانو یوه قوماندان د آلمان خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي: «موږ هیله لرو چې دا موافقه زموږ د ډلو په منځ کې وسلوال مخالفتونه له منځه یوسي.»

د طالبانو د ډلو تر منځ هغه وخت مخالفتونه ډیر شول چې د ملا عمر د وژل کیدو خبر د پاکستاني او افغان چارواکو له خوا تایید شو، او ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. خو یو شمیر نورو طالب قوماندانانو د هغه مشري رد کړه او له دې سره د طالبانو تر منځ مخالفتونه رامنځه ته شول.