1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خپل مشر د بستريدو خبر رد کړی

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼي د هغي يوې شخصي جاسوسي ادارې په حواله چي د مخه يې د امريکا د امنيتي مقاماتو سره کارکوی، يو خبر خپور کړی و چي د طالبانو پر مشر د زړه حمله راغلې او د پاکستان په يو روغتون کي بستر سوی.

https://p.dw.com/p/QtxW
د طالبانو مشر ملا محمد عمر
د طالبانو مشر ملا محمد عمرانځور: AP

د طالبانو وياند هغه خبر رد کړی چي گواکي ددوی مشر ملا محمد عمر د زړه تر يوې حملې وروسته د پاکستان په يو روغتون کي تر تداوۍ لاندي و.

اسرايلۍ ورځپاڼه «يورسلیم پوست» ليکي چي د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي:« دغه ډول پروپاگند د جگړې يوه برخه ده چي زموږ د دښمنانو لخوا کيږي.»

ورځپاڼه د طالبانو د وياند په حواله ليکي چي، ملا عمر د زړه هيڅ ډول تکليف نه لري.

د پاکستان پوځ د خپله اړخه هم دغه خبر رد کړی چي گواکي د طالبانو مشر دي د پاکستان په يو روغتون کي بستر وي.

داسي ويل کيدل چي د ملا محمد عمر سره په روغتون کي د بستريدو په برخه کي د پاکستان يوې ځانگړې ادارې مرسته کړې.

مخکي تر دې د Eclipse Group شخصي کمپنې په خپل ويب پاڼي کي د هغه يوه ډاکټر له خولې ليکي ول چي خپله يې په روغتون کي ملا محمد عمر ليدلی و.

واشنگټن پوست ددغه کمپنۍ په حواله ليکلي ول چي هغه کراچي ته نژدې يو روغتون ته وړل سوی و او هلته تر عمليات وروسته بيرته ژر د روغتون څخه ايستل سوی و.

د ورځپاڼي په خبره ملا عمر د پاکستان استخباراتي ادارې کراچي ته نژدې روغتون ته رسولی و او تر تداوۍ وروسته بيرته هغه ادارې ته سپارل سوی دی.

انتر فکس/ واشنگټن پوست/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: رحيله اميري