1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د خبرو له پاره د م.م. له تور ليست څخه ايستل شرط ايښی

آژانسونه۱۳۹۴ بهمن ۴, یکشنبه

د طالبانو یوه لوړپوړي مقام ویلي دي چې د ملگرو ملتونو له تور لست څخه د وتلو په شرط به د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوې سیاسي څانگې د قطر په یوه غیر رسمي غونډه کې برخه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/1Hj5B
انځور: AFP/Getty Images

وروسته تر دې چې د څو میاشتو راهیسې جگړې شدت موندلی، هلمند د سقوط له خطر سره مخامخ شو او په پلازمېنه کابل کې ځانمرگي بریدونه ترسره شول، افغانستان او گاونډي هیوادونه یې کوښښ کوي چې طالب یاغیان د خبرو اترو میز ته کښینوي.

په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د ماموریت له پای ته رسیدو را په دیخوا طالبانو خپل بریدونه ډیر کړي دي او تر اوسه پورې یې له هر ډول خبرو اترو څخه ډډه کړی.

سره له دې هم د طالبانو یوه لوړپوړي مقام ویلي دي چې په هغه صورت کې چې د ملگرو ملتونو سازمان د امنیت شوری د دوی د شتمنۍ کنگل کیدل او د غړو پر سفر محدودیت پای ته ورسوي، دغه ډله حاضره ده چې د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي.

د طالبانو دغه غړي د نوم پټ ساتلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «په لومړي سر کې غواړو چې د ملگرو ملتونو سازمان موږ له تور لست څخه وباسي، څو موږ وکولی شو د ټولې نړۍ په کچه په آزادانه ډول سفر وکړو. بیا نو کولی شو د سولې خبرو اترو د ترسره کیدو په اړه فکر وکړو.»

د پاکستان او افغانستان اړيکي

پاکستان تیر کال د جولای په میاشت کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د رسمي خبرو اترو کوربه وو. د دغو خبرو اترو دویم پړاو د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې تر افشا کیدو وروسته ترسره نه شو.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جگړې په زور اخیستلو سره د دواړو هیوادونو (پاکستان او افغانستان) اړیکې هم د پخوا په پرتله خړې شوې دي.

په همدې منځ کې د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۳مه نېټه) د مدني ټولنو فعالان، د افغان حکومت پخواني چارواکي او د طالبانو استازي د قطر هیواد پلازمېنې دوحې ته رسیدلي دي. دغو کسانو د «پگواش» په نامه د یوې څیړنیزې مؤسسې چې د سولې د نړیوالې جایزې گټونکې ده، په کوربه توب په یوه دوه ورځني غونډه کې کډون کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پگواش د غونډې په هکله ویلي دي: «دغه غونډه موږ ته دا امکان برابروي چې موږ د افغانستان د راتلونکي په هکله خپل نظریات بیان کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت دغې غونډې ته هیڅ یو رسمي استازی نه دی استولی. خو سره له دې هم د ولسمشر مشاوره ملالۍ شینواري او د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی په دغو خبرو اترو کې حضور لري.

د طالبانو د يوې برخي استازيتوب

د افغانستان د مالیې وزارت پخواني وزیر انوار الحق احدي چې د دوحې په غیر رسیمي غونډه کې یې گډون کړی ویلي دي چې طالبانو تر اوسه پورې نیغ په نیغه خبرو اترو ته هیڅ ډول لیتوالتیا نه ده ښودلې. نوموړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي :«تر اوسه پورې هغوی د پرمختگ له پاره هیڅ کومه مشخصه طرحه نه ده وړاندي کړې. هیله مند یو چې تر سبا پورې پوه شو چې آیا دوی د سولې غوښتونکي دي او که نه؟ که هو، نو د دوی شرایط څه دي.»

حتی که طالبان حاضر شي د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي، نو دوی به یوازې د دغې ډلې د یوې برخې استازیتوب وکړي. د طالبانو په ډلې کې درځ کیدای شي د سولې خبرې اترې د خنډ سره مخامخ کړي.

د طالبانو یو شمیر استازې د کلونو راهیسې په قطر کي ژوند کوي. طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې د یوې لنډې مودې له پاره د خپل سیاسي نمایندگۍ دفتر په دغه هیواد کې پرانیست.

په ۲۰۱۰ کال کې د ملگرو ملتونو سازمان موافقه وکړه چې یو شمیر هغه طالبان چې د القاعدې شبکې سره یې خپلې اړیکې پرې کړی دي ورو ورو له تور لست څخه وباسي، تر څو په دې توگه د افغان دولت د سولې له کوښښونو سره مرسته وکړي. ملگرو ملتونو په همدې کال کې د طالبانو رژیم د بهرنیو چارو وزیر ولي احمد متوکل په گډون ۵ تنه طالبان، له تور لست څخه وایستل.