طالبانو د جاغوري او مالستان لارې وتړلې
۱۳۹۱ شهریور ۱۰, جمعهد دغو ولسوالیو اوسیدونکي وايي چې د لارو له تړل کیدو سره په دې ولسوالیو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د جاغوري والسوال ظفر شریف، د جمعې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغو دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې له دوو ورځو راهیسي تړلي دي. د هغه په خبره تر اوسه پورې د دغو لارو د پرانیستلو له پاره هلو ځلو کومې پایلي نه دي لرلي.
ښاغلي شریف زیاته کړه: «د ګیلان لار دوې ورځي مخکې تړل شوې وه. د دولت مخالفینو د قره باغ لاره هم تړلې ده.»
ګیلان او قره باغ هغه دوې لارې دي چې د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د غزني له مرکز او کابل سره تړي. دغه دوې لارې په تیرو لسو کلونو کې ډیر وخت ناامنه پاتې شوې دي او طالبان ئې په اوږدو کې د خلکو د ازاد تگ راتگ مخه نیسي.
دولتي مامورین او زده کوونکي پر دغو دوو لارو باندې په ازاده توگه تگ راتگ نه شي کولای. که هغوی د طالبانو له خوا وپیژندل شي نو یا خو بندي کیږي او یا هم وژل کیږي.
طالبان څه غواړي؟
طالبانو ویلي دي چې تر هغه وخت پورې چې حکومت د اجرستان په ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات و نه دروي، دوی به دغه دوې لارې تړلې وساتي.
ښاغلي شریفي په دې اړه وویل: «طالبان وایي چې تاسو د اجرستان عملیات متوقف کړئ. دغه عملیات د غزني د امنیې قومانداني او لوړپوړو چارواکو پر لاره اچولي دي.»
د جاغوري ولسوال زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ خلک د اجرستان په عملیاتو کې ښکیل نه دي او نه شي کولای چې د دغو عملیاتو د ترسره کیدو مخه ونیسي.
ظفر شریف زیاته کړه چې د شنبې په ورځ به د جاغوري او مالستان د ولسوالیو سپین ږیري د دغې لارې د پرانیستلو له پاره له طالبانو سره خبرې اترې کوي.
د دغو دوو ولسوالیو د مواصلاتي لارو له بندیدو سره په دغو ځایونو کې خوراکي توکې کم شوي دي چې له کبله ئې د هغوی بیه لوړه شوې ده. د مالستان او جاغوري اوسیدونکي وایي چې دغه وضعیت هغوی ډیر اندیښمن کړي دي.
حسین سیرت/ کابل
کتونکی: مسعود جهش