طالبانو د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز برید کړی
۱۳۹۵ اسفند ۱۰, سهشنبهاعلان
د بغلان د ولایتي شورا غړي حیات الله وفا، ویلي دي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ سهار د لسو بجو په شاوخوا کې له ټولو اړخونو څخه د تاله و برفک ولسوالۍ پر مرکز باندي برید وکړ.
وفا ویلي دي چې د ولسوالۍ مرکز اوس هم د دولتي ځواکونو په لاس کې دی خو په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.
د بغلان د ولایتي شورا یوه بل غړي اسدالله شهباز، بیا روښانه کړې ده چې اوس سیمه ته اضافي ځواکونه نزدې شوې دي چې طالبان بیرته پر شا کړي.
دغو دواړو چارواکو د نښتو له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل. لا تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بغلان د افغانستان په شمال ختیځه برخه یو له هغو ولایتونو څخه ده چې طالبان پکښې حضور لري او وخت نا وخت د دې ولایت د ولسوالیو پر مرکزونو باندي بریدونه کوي.