طالبانو د ایساف دوه تنه ژپاړونکي وژلي دي
۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبهاعلان
افغان پولیس وايي چې طالبانو دوه تنه افغان ځوانان چې له ناټو سره یې د ژپاړونکو په توکه کار کاوه وژلي دي. دغه پېښه په لوګر کې د چهار شنبې په ورځ پېښ شوې ده.
د لوګر ولایت ویاند دین محمد درویش، ویلي دي چې دغه کسان هغه وخت د طالبانو له خوا ووژل شول چې دا وګړي د خپل کار ځای ته روان ول.
ښاغلي درویش زیاته کړې ده چې طالبانو د دغو دواړو کسانو مړي پل الم ته نزدې د سړک غاړې ته پریښې.