1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ضیامسعود: افغانستان دبهرنیانو دایمې پوځي هډو ته اړتیا لري

۱۳۸۹ بهمن ۳۰, شنبه

د افغان ولسمشر پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود وایې چې ملک یې د بهرنیو ځواکونو د دایمې پوځي قراررګاوو شتون ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/R2OE
کرزي ويلي وه چي امريکايان په افغانستان کي د پوځي اډو غوښتنه لري
کرزي ويلي وه چي امريکايان په افغانستان کي د پوځي اډو غوښتنه لريانځور: AP

ضیا مسعود دغه څرګندوني د جمعې په ورځ په کابل کې یوې غونډي ته وکړي. ضیا مسعود چی څه موده وړاندي له ولسمشر کرزي سره د سلیقوي ستونزو له امله له دندې ګوښه شو دغه څرګندوني یې په کابل کې وکړي.

په دې ورستیو کی د امریکا متحده ایالتونو د کابل له حکومت سره په دې باب خبري پیل کړي چی د دغه هیواد په یو شمیر سیمو کې تل پاتي پوځي هډي جوړي کړي. احمد ضیا مسعود پر داسي محال په افغانستان کی د امریکا د اوږد محالو هډو له جوړولو ملاتړ کوي چی د افغانستان ځینو ګاونډیانو لا وختي د دغې نظریې په اړه خپله شدیده اندیښنه څرګنده کړي ده .

په لویدیځ کې ایران ویلي چی امریکا غواړي د دغو هډو په جوړولو سره تهران ته ګواښونه رامنځ ته کړي په داسي حال کی چی د ملک شمالي ګاونډيان بیا د واشنګټن دغه اقدام منځنۍ آسیا ته د خپلو پوځيانو د پلان پراخول په ګوتو کوي.

د مسعود پر اند چی د بهرنیانو د اوږد محالو پوځي قرارګاوو شتون به په افغانستان کی د ګاونډیانو له لاس وهنو مخ نیوی وکړي. د جمهور ریس دغه پخوانی مرستیال وايي چی په افغانستان کې د نړیوالو نه شتون په تیرو کلونو کې په ملک کی د ګاونډیانو مداخلو ته لاره پرانیستي وه:

«په اوسنیو شرایطو کې تر هغه پوري چی مونږ په ځان سمبالیږو، خپل سرتیري پیاوړي کوو، او ښه اقتصاد ولرو نو مونږ یوه امنیتي چتر ته اړتیا لروچی دغه چتر د بهرنیو سرتیرو له شتون پرته نا شونی دی.»

ښاغلی مسعود هغه ګنگوسي نه مني چی د بهرنیو سرتیرو د دایمې هډو جوړیدل به د افغانانو د حساسیتونو د راپاریدو لامل سي. نوموړی وایې دغه کار به نه یوازي دا چی د افغانانو له مخالفت سره مخ نه شي بلکې د هغو ګاونډیانو د اندیښنې لامل هم نسي بلل کیدای کوم چې له دغه کار څخه په ویره کی دي.

د جمهورریس دغه پخوانی مرستیال د بهرنیو اوږد محالو هډو جوړیدل د سولې روانې پروستې ته هم زیان رسونکی نه بولي:

«کله چې امریکایان په افغانستان کی نه وو تاسو د دی شاهد یاست چې څرنګه زمونږ سیاسي، ټولنیز او سیاسي بنسټونه دګاونډيانو له لاسه له مینځه لاړل، اوس زمونږ په څير یوه هیواد ته اړتیا ده تر څو یوه تکاملي پړاو ته د رسیدو لپاره په خپلو سیمیزو اونړیوالو قرار دادونو کی او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره له کورنیو ځواکونو سره یوځای نړیوال قوت هم په څنګ کې ولرو.»

تر دې وړاندي د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر محمداسماعیل په هرات کی د وینا پر محال په افغانستان کې د امریکا د اوږد محالو پوځي قرار ګاوو له جوړیدو سره شدید مخالفت ښولی وو.

خو د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ بیا دغه کار د افغانستان په ګټه بللی وو.

دا په داسي حال کی ده چی جمهورریس کرزی بیا د دغو هډود جوړیدو ګنګوسو ته په احتیاط ځواب ورکړی او ویلي یی دي چی د دغوو هډو جوړیدل به له حکومت پرته د ملي شورا او لویي جرګي هوکړې ته هم اړتیا ولري.

مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی