صديقي: په ختيځ کي مو د طالبانو وياند نيولی دئ
۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبهددغه وزارت وياند، صديق صديقي، ويلي چي، دولت په دې ډاډمن دئ چي د پکتيکا ولايت د سرحوزې په ولسوالۍ کي د پوليسو له خوا نيول شوی تن د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، دئ.
« موږ په دې خبره قوي باور لرو، چي هغه ذبيح الله دئ. لومړنۍ څېړني ښيي، چي هغه ذبيح الله مجاهد دئ.» هغه زياته کړې، چي د نورو تحقيقاتو له پاره افغان پوليسو، هغه استخباراتي کړيو ته سپارلی دئ.
د ذبيح الله مجاهد، نوم ښايي کوم مستعمار نوم وي، چي د مختلفو کسانو له لوري استعماليږي. خو دغه نوم ته ځواب ورکونکی د پنځو کالو راهيسي د طالبانو د وياند په توګه دنده تر سره کوي.
خو پر دې خبر سر بيره د هغه د تليفون شمېره او بريښنا ليک جواب وايي. هغو خبريالانو چي همېشه ئې له دغه وياند سره اړيکه ټينګه کړې، وايي چي، نوموړي شمېرې ته د ځواب ورکوونکو ږغ توپير لري.
د پکتيکا ولايت چي د پاکستان سره ګډه پوله لري د حقاني شبکې يو پوخ سنګر ګڼل کيږي.
د پکتيکا ولايت وياند مخلص افغان ويلي دي، چي دوې ورځي وړاندي د سري حوزي په ولسوالۍ کي عمليات تر سره سوي، چي په ترځ کي ئې دوه تنه نيول سوي دي.
« دوی په غرنۍ سيمه کي له دوو موټر سايکلو، مخابرو او وسلو سره نيول شوي.»
هغه زياته کړې چي موږ په دې اړه څېړني کوو چي « نيول سوی کس ذبيح الله مجاهد دئ که نه؟»
په عيني وخت کي وسله والو طالبانو دا ادعا کړې چي د لويي جرګي امنيتي پلان يې تر لاسه کړی دی. خو افغان دولت او ناټو دغه ادعا رد کړې او دا ئې جعلي اسناد بللي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي طالبانو جعلي اسناد جوړ کړي تر څو په دې سره هغه کسانو ته ويره پيدا کړي څوک چي غواړي پدغه جرګه کي ګډون وکړي.
آژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل