صديقي: د ځانمرگو له پاره د اعدام سزا غواړو
۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبهد کورنیو چارو وزارت وياند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۸) په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کي که څه هم د نیول شویو ځانمرګو برید کوونکو او خطرناکو طالبانو شمیر په ډاګه نه کړ خو له عدلي او قضایي ادارو څخه يې وغوښتل چې پر دغو کسانو باندي چې په حکومتي زندانونو کې پراته زړه سوی و نه لري او د پانسۍ سزا ورکړي.
صدیقي وویل افغان امنیتي ادارو د انتحاري بریدکوونکو د نیولو له پاره لویه قرباني ورکړي او امنیتي پرسونل د داسي بریدونو د مخ نیوي له پاره قرباني شوی دی:
«له عدلي او قضايي بنسټونو څخه د کورنیو چارو وزارت غوښتنه دا ده چي هغه مخالفین په خاصه توګه هغه انتحاریان چې بې رحمه دي او افغانانو ته د انسان په سترګه نه ګوري، او له پردیو یي د دغو افغانانو د وژلو د ستور اخیستی دی ورته د ا عدام سزا ورکړي.»
د دغه وزارت د شمیرو له مخې چې په تیر یوه کال کي د ملک په بیلا بیلو سیمو کي په لسونو تنه ځانمرګي برید کوونکي او هغه مخالف وسله وال نیول شوي دي چې د لویو لارو، پلونو، پلچکونو او عامه المنفعه تاسیساتو د ړنګولو پلانونه يې لرل.
صدیقي وايي په تیره یوه اوونۍ کې یې اووه تنه مخالفین له څو کیلوګرامه پرمختللو انفجاري موادو سره د افغانستان په شمال او لویدیځ کي نیولي دي. په نیول شویو کسانو کي یي دوه تنه هغه ځانمرګي برید ګر دي چې د هغه په وینا د پاکستان په خاور کې یې پر کابل باندي د یرغل دستور اخیستی وو:
«موږ دوه ټنه انفجاري مواد د افغانستان د ملي پولیسو د استخباراتو ریاست له خوا د ملک په شمال کې نیول شوي چې د هیواد د ناامنه کولو له پاره را وړل کیدل، د افغانستان د خلکو دښمنانو دا مواد هلته ځای پر ځای کړي ول تر څو په ځانمرګو بریدونو او نورو موخو له پاره کار ځني واخلي.»
د کورنیو چارو وزارت پر داسي وخت د خپل کنټرول لاندي محابسونو کې بندي د ځانمرګو بریدونو په تور نیول شویو تر سره کوونکو ته د اعدام سزا غوښتې ده چې له لویه سره افغان ولسمشر حامد کرزي د اعدام له سزا سر خپل مخالفت ښولی دی.
د اعدام تر ټولو وروستۍ پیښه څه موده دمخه د کابل د څرخي پله په زندان کې په هغه سړي تر سره شوه چې د علي سینا په نامه یي یو کوچنی ماشوم چې د یوه سوداګر زوی وو تښتولی وو او وروسته یي په اسارت کې وژلی وو.
دمګړی په دقیقه توګه نه ده معلومه چې څومره کسان به په افغانستان کې د اعدام د حکم د پلي کیدو انتظار باسي خو څو میاشتي دمخه یو شمیر کورنیو رسنیو د دغو کسانو شمیر۱۰۰تنه ښوولی وو.