صديقي: بنديان به وهل سوي وي، خو شکنجه سوي نه دي
۱۳۹۰ مهر ۲۰, چهارشنبهوړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشري څانګي يوه راپور د افغان بنديانو وضيعت د انديښني وړ بللی.
په رپوټ کي راغلي وو، چي د افغانستان پوليسو او د ملي امنيت ادارې په ډيرو مواردو کي دښمن بنديان په ناوړه توګه کړولي، چي پکښي د بنديانود نوکانو ايستل، په ځنځيرونو وهل ډبول او د ساعتونو لپاره د هغوی ځوړندول شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت که څه هم د دغه راپور ځيني برخي مني خو له يوه سره د بنديانو د شکنجې ډولونه نه مني.
د دغه وزارت نطاق صديق صديقي وايي، د داسي منفي راپورونو خپرول د انتقال د پروسې په درشل کي کولای سي، چي د پوليسو په اړه د خلکو باور ته زيان ورسوي.
صديقي دا نه مني چي ګواکي د افغانستان په زندانونو کي د تيرو رژيمونو په څير د شکنجې دود واکمن دی.
« دغه ټکي چي په راپور کي راغلي، موږ ندي ليدلي، د زندانيانو سره بده رويه نه سو ردولای لکه په زندانونو کي د هغوی وهل ډبول، خو د راپور ډيری برخي، چي پکښي د شکنجې په اړه ويل سوي په کلکه ردوو».
خو ښاغلي صديقي دا مني چي ښايي د پوليسو او ملي امنيت د کا رکونکو له لوري ځيني بنديان تر فزيکي اخ او ډب لاندي نيول سوي وي.
هغه خبره چي په وار وار د زندانونو له مينځ څخه را پورته سوې او په مطبوعاتو کي يي ډنډورې جوړي کړي دي.
د بنديانو سپارنه يوه هغه لويه مسله ده، چي د انتقال په پروسه کي ډير ټينګار ورباندي کيږي.
څه باندي يوه مياشت دمخه افغان ځواکونو ته وروسته ترهغه د بهرنيو لښکرو له لوري د افغان زندانيانو د سپارلو لړۍ ودرول سوه، چي له زندانيانو سره د ناوړه چلند په اړه د بشر حقونو ټولنو او ايساف ځواکونو ته راپورونه ورسيدل.
د کورنيو چارو وزارت نطاق وايي، د ملګرو ملتونو دغه راپور کولای سي، چي پر افغان پوليسو د ولسونو اعتبار زيانمن کړي.
« د شکنجې هغه ډولونه، چي په تيرو حکومتونو پري اړه لري، اوس يې په اړه د افغان دولت د کورنيو چارو وزارت مشرتابه او نوري ادارې هيڅ راز زغم نه لري او پرې به هيڅ کله هم لاس پوري نه کړي».
په ورته وخت کي د افغانستان پټ څاري ادارې هم د ملګرو ملتونو ددغه راپور ځيني برخي، چي د دوی له لوري د بنديانو د کړولو په اړه پکښي ويل سوي رد کړي دي.
د دغي ادارې له لوري نن دويچه ويله پښتو انټر نيټ پاڼي ته په را استول سوي يوه وينا پاڼه کي راغلي چي که څه هم دوی د ملګرو ملتونو د څيړندويه رپوټونو پايلو ته په درنه سترګه ګوري، خو د شکنجې په اړه چي څه ويل سوي ريښتينولي نه لري.
« د ملي امنيت اداره د زندانيانو د نوکانو ايستل، هغوی ته د برقي ټکانونو ورکول، په رسيو د کوټو له بادوانو را زړول د انساني کرامت خلاف دستور العمل بولي او هيڅ کله په دغه راز مسايلو لاس نه پوري کوي».
د افغان زندانيانو د دغه راپور له خپريدو وروسته په کابل کي د اروپايي ټولني استازي، د امريکا سفارت او د ايساف ځواکونو دغي مسلې ته په رسيدګۍ ټينګار کړی.
د برتانيې سفارت هم د زندانيانو د کړولو موضوع حساسه بللې او ويلي يي دي، چي له افغان دولت او سره صليب کميټي سره به يوځای په دې باب عاجلي څيړني پيل کړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل