صديقي: افغان حکومت درنو وسلو ته اړتيا لري
۱۳۹۲ خرداد ۹, پنجشنبهحکومت پر داسي مهال د خپلو سرتیرو له پاره د درنو وسلو د برابرولو غوښتنه کوي چې د کورنیو چارو وزارت یوه نوي سرویي ښيي چې هره ورځ یوازي د کابل په شاوخوا سیمو کې له پینځو تر لسو تنو پولیس سرتیري د جنګ جګړو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د کورنیو چارو وزات نطاق صدیق صدیقي وایي، که چیري نړیوال متحدین د دوی غوښتنه و نه مني نو دوي به د وسلو د تر لاسه کولو نوري لاري چارې هم ولټوي.
صدیقي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل: دوی به هغه اوبوس توپونه، ټانکونه او میزایل وشیتونکي د کورنیو او بهرنیو انجینرانو په زيار کار اخیستني ته چمتو کړي چې دمګړۍ د امنیتي ځواکونو په وسله تونونو کې ویجاړ پراته دي:
«د افغانستان دفاع وزارت د وسلو د ترمیم له پاره ډیر ښه وړاندیز کړی، موږ درنو وسلو ته سخته اړتیا لرو، ډیري داسي درنې وسلي لور چې په ډيپوګانو کې شته چې باید ورغول شي، که دا کار وشي دا به زموږ ډیري اړتیاوي پوره کړي.»
د افغان دولت د ملي امنیت شورا څه موده دمخه دا پریکړه کړي ده چې که بهرنیان یي هغه غوښتنه چې وایي درنې وسلې دي ورکړي نه ده منلي او دوی د پخوانیو درنو وسلو له رغاو پرته بله کومه لاره په لنډ مهال کې نه ویني.
د ملي دفاع وزارت د شمیرو له مخي د دوی په ډيپوگانو کي په زياته اندازه روسي جنګي ټانکونه، د لري واټن ویشتونکي توغندی دستګاوي، ټانک ویشتونکي راکټونه او هاوانونه دمګړۍ په داسي حال کې ورسره پراته دي چې څه نا څه تخنیکي ستونزي لري.
د کورنیوو چارو وزارت نطاق صدیق صدیقي دا خبره هم په بشپړه توګه نه مني چې ګويا نړیواله ټولنه به له دوي سره د درنو وسلو په برخه کې خپلې کړې ژمني پلي نه کړي:
«موږ ته په عین وخت کې هغه ژمني چې د ملي پوځ او ملي پولیسو د سمبالتیا لپاره د نړیوالي ټولني له خوا راکړل شوې هغه هم د عملي کیدو په حال کې دي، موږ د درنو وسلو په برخه کې خپلي غوښتني خپلو متحدینو ته سپارلي دي او د دې کار تر څنګ زموږ دولت د خپلو نیمګړتیاوو د ليري کولو له پاره چمتو دی چې له کورنیو سرچینو څخه هم کار واخلي».
افغان امنیتي ادارې پر داسي مهال د درنو وسلو د نه درلودو شکایت کوي او په کور دننه کي د پخوانیو وسلو د بیا جوړولو له پاره لستوڼي را نغاړي چې په دې ورستیو کې له ګاونډي پاکستان سره د اړیکو ترینګلتیا ته په پام سره حکومت هڅه کوي لږ تر لږه داسي وسلي ولري چې پرې د بهرنیو ګواښونو ځواب ووایي.