1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شېرزي د غچ اخيستونکو بريدونو امر ورکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

د ننگرهار ولایت قومي مشرانو او مخورو د دغه ولايت له والي سره په گډه پریکړه کړې ده چې که چیري ئې د ولایت پر خاوره د ډیورنډ کرښي له ها غاړي بریدونه وشي، دوی اجازه لري چي پر پاکستاني پوځيانو غچ اخیستونکي يرغلونه پيل کړي.

https://p.dw.com/p/16HxB
انځور: picture-alliance/dpa

افغان سيمه ييز چارواکي وايي، چي له يو نيم کال راهيسي پر کونړ ولايت باندي راکټي بريدونه کيږي.

دا لومړی افغان دولتي چارواکی دئ چي له قومي مشرانو سره په گډه ځواکونو او ولسونو ته اجازه ورکوي چې پر مقابل لوري بريد وکړي. د دغه ولايت د والي وياند په يوه تليفوني تماس کي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي وويل، چي د گل آغا شیرزي د دغه اقدم ډير تود هرکلی سوی دئ.

د ننگرهار والي د وياند له دفتر څخه په خپره سوې وينا پاڼه کي چي يوه کاپي ئې په کابل کي د دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته هم لېږل سوې ده، راغلي دي چي د والي په یوه فوق العاده امنيتي جلسه کي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۳۰) ماځیگر پريکړه وشوه، چي که د پاکستاني ملېشو او نورو ځواکونو له خوا پر افغان خاوره باندي بريد وشي، نو ولسونه او افغان ځواکونه به پر هماغه ځايونو باندي ورته بريدونه وکړي.

په دغه وینا پاڼه کې راغلي دي، چې شیرزي په دغه غونډه کې د امنيت ټينگښت، د نشه يي موادو د کښت مخينوی، تښتونکو او غلو د نيولو ترڅنگ په لعل پوري او گوشتې ولسواليو کې د پاکستان د مليشو لخوا سيمه ييزو مشرانو ته د ځايونو پرېښودو په موخه پر شوو گواښوونو بحث وکړ.

شیرزي ویلي دي چي د خوگياڼو، مومندو او شينوارو قومونو سره ئې جلاجلا خبري کړي دي، او د پاکستان د مليشو لخوا د لعل پوري او گوشتې په سرحدي سیمو کي سيمه ييزو مشرانو ته د ځايونو د پرېښودو د گواښ کلکه غندنه ئې کړې ده.

د ننگرهار والي وويل دلعل پوري او گوشتې ولسوالۍ په اړه ئې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سره تليفوني خبري هم کړي دي، چي دغه موضوع حل کړي.

د ننگرهار والي وويل ددې ولايت ادارې د دې ستونزي د حل له پاره خپل تلاښونه کړي دي، د هېواد د امنيت شورا ته ئې خبر ورکړى دئ او د دې ستونزي د ديپلوماتيک حل له پاره ئې په ننگرهار کې د پاکستان سياسي نمايندگۍ ته رسمي خبر ورکړى دئ.

د لعل پوري او گوشتې په سرحدي سيمو کې د پاکستاني مليشو لخوا د شوو بريدونو په اړه امنيتي ارگانونو تر بحث وروسته دغه عمل په کلکه وغانده او پريکړه ئې وکړه، چي امنيتي ځواکونه او ولسونو به په گډه که د پاکستان هېواد د مليشو او نور ځواکونو له خوا له پر افغان خاوره بريد وکړي دوى به هم پوځي بريدونه ورباندي وکړي.

د يادوني وړ ده د تيري پنجشنې په ورځ د گوشتې په ولسوالي کي د گوشتې او لعل پوري  ولسواليو په زرونو خلکو د ولسي جرگې د غړي فريدون خان مومند په مشرۍ په يوه لويه غونډه کي د گوشتې په سرحدي سيمه کي سيمه ييزو مشرانو ته د پاکستاني مليشوو له خوا د گواښونو کلکه غندنه وکړه او اعلام ئې وکړ، چې دوى د دا ډول بريدونو د جوابونو په موخه له افغان امنيتي ځواک سره اوږه پر اوږه دريږي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل