1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شکايتونو ته رسېدگي يوه مياشت وخت غواړي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۱۸, دوشنبه

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون وایي، چې تر اوسه یې په مجموع کې ۱۴۷۶ شکایتونه ثبت کړي دي او دغو ټولو شکایتونو ته به رسیدگي وکړي. د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراگانو ټاکني د تیري شنبې په ورځ تر سره شوې.

https://p.dw.com/p/1BdNs
انځور: Reuters

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسئولان وایي چې جمهوري ریاست ته د کانديدانو پر وړاندي یې ۱۱۲، د ولایتي شوراگانو د کانديدانو پر وړاندې یې ۱۶۶ او همداشان د ټاکنو د کمېسیون د کارکوونکي په اړه يې د شکایتونو ۳۷۰ رسمي پیښې ثبت کړي دي. نوموړي کمیسیون وړاندې ویلي دي چې شیبه په شیبه د شکایتونو شمیر ډیریږي او دوی به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې دغو شکایتونو ته رسیدگي وکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون اصلي شرط دا دی چې یوازې شکایت بسنه نه کوي بلکې هر شکایت باید مستند وي.

د نوموړي کمېسیون د مسئولانو د وینا له مخې د ډاکټر عبدالله عبدالله، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر زلمي رسول او د عبدالرب رسول سیاف په اړه شکایتونه موجود دي، خو په وینا یې تر اوسه دا خبره لا مشخصه شوې نه ده چې د کوم کانديد ډیر شکایتونه شوي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو څارونکي او استازي وایي چې انتخاباتي تقلبونه په مستند شکل او هغه هم د ویدیو له لاري ثبتول یو گران کار دی او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون باید کتبي شکایتونو ته هم رسیدگي وکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون، په ټاکنو کې درغلۍ پر څلورو ډلو ویشلي دي. که چیرې تقلب له لومړۍ ډلې سره تړاو ولري نو په هغه صورت کې رایې باطلیږي او یا هغه رایې چې شمیرل شوي نه وي، د دوهم ځل له پاره شمیرل کیږي.

دوهم ډول شکایتونه هغه دي چې د اثبات په صورت کې به یې عاملین جزا وویني. د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون وایي چې دوه نور ډوله شکایتونو ته رسیدگي د دې کمیسیون له صلاحیت څخه لوړ کار دی د بیلگې په توگه جرمي سرغړوني چې دا د عدلي او قضایي بنسټونو کار دی.

د کمیسیون په وینا تر اوسه دا خبره مشخصه شوې نه ده چې په څومره شمیر کې شکایتونه جدي دي او کولای شي د ټاکنو پر نتایجو اغېزه وکړي.

د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د اپریل میاشتې ۷) د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو کانديدانو په حضور کې وویل، ټولي هغي رايي چې قانوني اعتبار و نه لري، بې اعتباره به شي.

ښاغلي سعادت په خپلو خبرو کې وویل: «ارگ ته تلونکي لاره، د رايي ورکولو پاڼې مشخصوي. هره رايه چې بې اعتباره وي، باطلیږي، او ارگ ته د کانديد د تگ چانس راکموي.»

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون همداشان وایي چې د ۲۰۰۹م کال په پرتله سږ کال په ټاکنو کې لږ درغلۍ شوي دي او په دومره اندازه نه دي چې د ټاکنو روڼوالی دي تر پوښتني لاندي راولي. عبدالستار سعادت یاودنه وکړه: «یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې تقلب کیږي. په افغانستان کې هم تر سره شوی دی خو موږ لا تر اوسه اسناد بر رسي کړي نه دي. خو په ټاکنو کې د خلکو گډون ډیر پراخ وو او په هره اندازه چې د خلکو گډون زیات وي، په هماغه اندازه د تقلب چانس لږيږي.»

د ښاغلي سعادت په وینا په هغه صورت کې چې تقلب شوی وي بررسي کیږي او بې صاحبه رايي ته اعتبار نه ورکول کیږي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ټاکنو د تر سره کیدو ۴۸ ساعته وروسته د شکایتونو بر رسي پیلوي او دغه کار به په شا وخوا یوه میاشت کې پای ته ورسوي.