1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپیګل: د يوې سوريايي جهادي ډلې غړي آلمان ته راغلي

۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبه

د آلمانۍ مجلې «شپيګل» د يوه رپوټ پر اساس، په آلمان کې د سوريې شاوخوا ۶۰ تنه اسلامپاله جنګيالي ژوند کوي. دغه افراد د مهاجرو په توګه آلمان ته راغلي دي.

https://p.dw.com/p/2jFnp
Al-Nusra Front Kämpfer bei Idlib 02.12.2014
انځور: Reuters/K. Ashawi

آلمانۍ مجلې «شپيګل» د آلمان د امنيتي ادارو د اطلاعاتو په حواله رپوټ ورکړی دی، چې د «اويس القرني لوا» اسلامپاله ډلې شاوخوا ۶۰ تنه جنګيالي د مهاجرو په توګه له سوريې څخه آلمان ته راغلي دي.

دغې ډلې په پیل کې د سوريې آزاد پوځ تر څنګ جګړه کوله چې وروسته يې خپله لاره بېله کړه او د القاعدې تررويستي شبکې سره نژدې ډلې «النصره جبهې» سره يو ځای شوه.

د خپور شوي رپوټ په حواله د دغې ډلې غړي «د ګڼ شمير سوريايي ملکيانو او عسکرو» په وژنو کې په لاس لرلو تورن دي. اوس مهال په آلمان کې د دغې ډلې د ۲۵ پخوانيو غړو په اړه قانوني څيړنې او پلټنې جريان لري.

«شپیګل» مجله ليکي چې د آلمان امنيتي ادارې په دې باور دي چې اوس مهال په آلمان کې د «النصره» ډلې له ديرشو څخه زيات غړي ژوند کوي، خو اکثريت يې تر اوسه پيژندل شوی نه دی او تر تحقيق لاندې لا نه دي نيول شوي.

د «شپيګل» مجلې د معلوماتو له مخې، د آلمان د اساسي قانون څخه د ساتنې ادارې، د دغو جهاديانو د پيژندګلوۍ او په اړه يې د تحقيقاتو کولو په موخه، د چارو د کارپوهانو يوه پروژه جوړه کړې ده.