1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپيگل: آلمان له طالبانو سره د خبرو له پاره مهم نقش لوبولی دئ

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

د آلمان د شپيګل مجلې د يو رپوټ له مخي په قطر کي د طالبانو له پاره د يوه سياسي دفتر د جوړولو په خبرو اترو کي د آلمان حکومت د يو منځګړي په توګه نقش لوبولی دئ.

https://p.dw.com/p/13g9D
«مهمه ليدنه کتنه د ۲۰۱۰ کال د نومبر په مياشت کي د آلمان د مونشن په ښار کي وشوه.»
«مهمه ليدنه کتنه د ۲۰۱۰ کال د نومبر په مياشت کي د آلمان د مونشن په ښار کي وشوه.»

په رپوټ کي ويل شوي دي چي آلماني استازو د ۲۰۱۰ کال له پيل څخه د امريکا د متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کي د منځګړي په توګه کار کړی دئ. د نوموړي مجلې په رپوټ کي يادونه شوې ده چي په قطر کي د طالبانو له پاره د يو دفتر جوړول د دغي پټي ديپلوماتي له مهمو هڅو څخه شميرل کيږي.

فرانس پريس خبري آژانس هم د شپيګل مجلې د رپوټ په حواله خبر ورکوي چي د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې،BND، د ۲۰۰۹ کال په پای کي د طالبانو له يو استازي، طيب آغا سره اړيکه ټينګه کړه.

په رپوټ کي يادونه سوې ده چي له هغه وروسته بيا د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي، برند ميوتڅلبورګ او بيا د هغه ځايناستي، ميشايل شټاينر د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ مينځګړيتوب کړی دئ.

د شپيګل د رپوټ له مخي چي سرچينه ئې پټه ساتل شوې ده، مهمه ليدنه کتنه د ۲۰۱۰ کال د نومبر په مياشت کي د آلمان د مونشن په ښار کي وشوه.

ويل شوي دي چي BND د طالبانو يوه ډله چي مشري ئې د طيب آغا پر غاړه وه، د فارس له خليج څخه د الوتکي په واسطه مونشن ته وليږدوله، چي هلته په غونده کي د لومړي ځل له پاره طالبانو د متحده ايالاتو د حکومت له يوه پلاوي سره وليدل، په دغه پلاوي کي د بهرنيو چارو د وزارت او د استخباراتي ادارې مامورين شامل ول.

دغه راز د ۲۰۱۱ کال د می په مياشت کي هم یوه بله غونډه جوړه سوې وه.

تر اوږ دې مودې پټو خبرو اترو وروسته طالبانو د سه شنبې په ورځ په «د يوه سياسي دفتر» له پرانيستلو سره موافقه وکړه. خو د هغوی له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کي چي د انترنت له لاري د رسنيو لاس ته ورغلې ده، بياهم «له افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو پر وتلو ټينګار شوی دئ.»

سر بيره پردې هغوی له ګوانتانامو څخه د ټولو« طالب جنګياليو» د آزادولو غوښتنه کړې ده. ويل کيږي چي طيب آغا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی سکرتر دئ.

د شپيګل مجلې د رپوټ له يوې بلي برخي څخه د اسوشيتد پرس خبري آژآنس د آلمان د څانګي په رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو پر مرکچي طيب آغا باندي اعتبار له هغه وروسته پوخ شو چي د ۲۰۱۱ کال په دوبي کي هغه د لادرک شوي امرکايي سرتيري، Bowe Bergdahl د ژوند په هکله نخښي نښانې امريکايي او الماني استخباراتو ته وړاندي کړې.

ويل کيږي چي دغه امريکايي سرتيری له طالب ياغيانو سره بندي دئ. شپيګل په خپل رپوټ کي چي د دوشنبې په ورځ به خپور شي، وايي چي له طالبانو سره د رسمي خبرو اترو له پيل څخه مخکي ښايي دغه امريکايي سرتيری په ګوانتانامو کي د طالب جنګياليو سره معاوضه شي.

د شپيګل مجلې د دغه رپوټ په اړه تر اوسه پوري د آلمان حکومت کوم غبرگون نه دئ ښوولی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل