1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاینمایر به د آلمان راتلونکی ولسمشر شي

۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبه

تر سختو بحثونو وروسته د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد او د مسیحي سوسیال اتحاد هم چمتو شوي چې د سوسیال دیموکرات گوند دا وړنیز ومني چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر فرانک والتر شتاینمایر دي د آلمان راتلونکی ولسمشر شي.

https://p.dw.com/p/2Sf2X
Deutschland Außenminister Frank-Walter Steinmeier & Bundeskanzlerin Angela Merkel
انځور: Reuters/A. Schmidt

د صدراعظمي انگلا ميرکل گوند، مسیحي دیموکرات (CDU) د خپل ائتلافي ملگري گوند، سوسیال دیموکرات (SPD) د رئیس زیگمار گابرئیل هغه وړانیز ومانه چې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر فرانک والتر شټاینمایر، په گډه د راتلوکي ولسمشر په توگه کاندید کړي.

دغه راز په حکومت کې بل ائتلافی گوند مسیحي  سوسیال (CSU) هم چمتو شوی دی چې شټاینمایر، د راتلونکی ولسمشر په توگه ومني. د نوموړي گوند رئیس هورست زیهوفر، په مونشن کې د خپل گوند د رئیسه هيئت په یوه غونډه کې دا خبره نن یاده کړه.

له دې هوکړې څخه معلومیږي چې د ۲۰۱۷م کال د فبروري پر ۱۲مه کله چې فدرالي جرگه د نوي ولسمشر د ټاکنې له پاره غونډه کوي، نو شټاینمایر، ښايي د ټاکنو په لومړي پړاو کې د اوسني ولسمشر یوآخیم گاوک، ځای ناستی شي، ځکه په فدرالي شورا یا بوندستاگ کې اتحادي گوندونه او سوسیال دیموکرات په گډه اکثریت دي.

د آلمان فدرالي جرگه چې د فدرالي شورا او ایالتي شورا او دغه راز د آلماني ټولنې د مختلفو پرگنو غټ استازي پکښې گډون لري، یوازي د ولسمشر د ټاکني له پاره هرڅلور کاله سره راټولیږي.

دغه تصمیم له هغه وروسته ونیول شوو چې درې واړو گوندونو په لومړي سر کې هڅه کوله چې هر یو خپل ځانگړی کاندید ولري. خو د یکشنبې په ورځ  د نوموړو گوندونو مشران، انگلا ميرکل، هورست زیهفور او زیگمار گابرئیل یو له بل سره خبري وکړې او نن دې موافقې ته ورسیدل چې تر اوسني ولسمشر یوآخیم گاوک وروسته فرانک والتر شټاینمایر، د راتلوتکي ولسمشر په توگه وټاکي.

«شټاینمایر یو ښه کاندید دی»

ویل کیږي چې تر ټولو زیات مسیحي سوسیال اتحاد پر انگلا ميرکل فشار زیات کړی ؤ چې باید اتحادي گوندونه ( CDU او CSU) چې په فدرالي جرگه کې ستره ډله جوړوي، یو گډ کاندید د ولسمشرۍ له پاره ولري. که څه هم د CSU عمومي منشي اندریاز شایر د یوې آلمانې ورځپانې انترنتي ویب سایت "Bild.de"  سره په یوه مرکه کې د SPD پر رئیس، گابرئیل نیوکه کړې وه چې له څو اونیو راهيسي يې ټینگار لاره چې شټاینمایر، ولسمشرۍ ته کاندید کړي، خو نوموړي اوس وویل چې د اوسني سخت بهرني سیاست په وخت کې شټاینمایر یو ډيرښه کاندید دی.» شایر زیاته کړه. «د اونۍ په پای کې ولیدل شول چې ټولي ناندرۍ په دې اړه پای ته ورسیدې.» 

تر دې مخکې داسی اټکل کیده چې اتحادي گوندونو غوښتل د بادن- ویرتمبرگ لومړی وزیر، وینفرید کریچمن، چې د زرغون گوند غړی دی، د ولسمشرۍ له پاره کاندید کړي. د مسیحی سوسیال اتحاد عمومی منشي شایر، یادونه وکړه، له ننې هوکړي سره دغه ډول بحثونه نور زیاتي پای ته ورسیدل.

څوک به د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شي

د آلمان اوسني ولسمشر یواخیم گاوک، ونه غوښتل چې ځان یو ځل بیا دغي دندې ته کاندید کړي، که  څه هم د آلمان د حکومت ائتلافي گوندنو دا غوښتنه وه. په همدې وجه له څو میاشتو راهيسي په سیاسي گوندنو کې بحثونه روان ول چې څوک  دآلمان د دولت دغه لوړ مقام ته کاندید کړي.

اوس چې د سوسیال دیموکرات گوند په خپل وړاندیز کې بریالی شو، پوښتنه دا ده چې که چیرې شټاینمایر، راتلونکی ولسمشر شي، نو د بهرنیو چارو د وزیر دنده به څوک پر غاړه اخلي.

دا چې په ائتلافي حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مقام د سوسیال دیموکرات په حق کې رسیږي، نو دغه گوند بیا د دغه پست د ډکولو له پاره باید یو څوک پیدا کړي. ویل کیږي چې د اروپا پارلمان اوسنی رئیس، مارتین شولتڅ چې د سوسیال دیموکرات غړی دی، کیدای شي چې دغه مقام ته ونومول شي.

د اروپا د پارلمان رئیس مارتین شولتز
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

زرغون گوند لا تراوسه د مشورې په پروسه کې

د آلمان د ستر اپوزيسیون گوند گروینن یا زرغون، رئیسه هيئت لا تراوسه تصمیم نه دی نیولی چې آیا د راتلونکی ولسمشر په توگه د شټاینمایر د کانديدۍ ملاتړ کوي که نه. د گروینن مشري زیمون پیتر، وویل چې شټاین مایر، د درناوی وړ سیاستوال او شخصیت دی، خو هغه د گروینن له پاره هسي یو کاندید نه دی چې ټول گوندونه پرې هوکړه وکړي، نو له دې امله د گروینن د خوښې وړ کاندید نه دی.

هغې یادونه وکړه چې سره له دې هم هغه خوښه ده چې د حکومت ائتلافي گوندونه په دې اړه خپلو اختلافاتو ته د پای ټکې کښېښود.

سر بیره پر دې تر دې مخکې د آلمان کین اړخي گوند هم د شټاین مایر، کاندیتوب رد کړی وو. د کین اړخو له پاره د سوسیال دیموکرات دغه سیاستوال د آلمان د «۲۰۱۰  اجندا» نومي پروگرام د طراحانو څخه دی، هغه یو پروگرام چې یو شمیر ټولنیزي مرستي له مینځه وړي دي. نو له دې امله شټاینمایر د هغوی کاندید نه شی کیدای. د نوموړي گوند مشرې، کاتیا کیپینگ وویل چې هغوی به خپل ځانگړی کاندید معرفي کړي.