1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير د سوريې اسلامستان هم د خبرو مېز ته راوستل غواړي

۱۳۹۴ بهمن ۴, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شټاین مایر په دې اند دی چې په سوریه کې تر پنځه کلنۍ کورنۍ جگړې، او افراطي زور زیاتي وروسته، په دغه کړکیچ کې عملآ هیڅ معتدله ډله وجود نه لري.

https://p.dw.com/p/1Hj3n
انځور: Getty Images/AFP/Y. Karwashan

شټاين مایر غواړي چې اسلامستي ډلې د سوریې د سولې په خبرو اترو کې گډون وکړي. په دې توگه هغه په ښکاره ډول د روسیې د غوښتنې په مقابل کې ځان واقع کړی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، د «فرانکفورته الگماینه څایټنگ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: « زه ویره لرم، چې موږ له هغې شیبې څخه ډیر مخکې یو، چیرې چې موږ د خبرو اترو واقعې اړخونه او خواوې ولټولې شو.» د هغه په وینا لکه څرنگه چې دا خبره د اپوزیسیون په برخه کې صدق کوي همدا شان د بشارلاسد د رژیم په برخه کې هم.

دیپلوماتیک کړکیچ

په دې ترتیب سره د آلمان حکومت د سوریې د سولې خبرو اترو په برخه کې چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ به پيل شي یو واضح دریځ نیولی دی. روسیه د سوریې په هکله د سولې په خبرو اترو کې چې ټاکل شوې ده په ژنیف کې به ترسره شي د افراطي اسلامي ډلو د یاغیانو له گډون سره مخالفه ده.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اونیو راهیسې په دې هڅه کې دی چې خپل روسي سیال سرگې لاوروف په دې خبره قانع کړي، خو تر اوسه پورې کومې مثبتې نتیجې ته نه دی رسیدلې. مرکچیان په دې هڅه کې دي، تر څو دا ډاډ حاصل کړي چې دغه خبرې اترې د اونۍ په جریان کې پيل شي.

څوک حاضر دی چې جگړه بنده کړي؟

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر واضحه کړه: «طبیعي ده چې میز ته داسې کسان باید را نشي چې ترهگر دي او یا افراطي اسلامستان، کوم چې یوه سیاسي حل لاره سبوتاژ کوي.» د هغه په خبره مهمه خبره دا ده چې د هغو کسانو یو ائتلاف چې د سوریې د ټولنې د یوې برخې استازیتوب کوي او دوی واک هم ولري او د نوو خبرو اترو په ترڅ کې یو له بل سره خپلې جگړې ته د پای ټکی کیږدي.

د دسمبر میاشتې په پیل کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي یاغي ډلو استازو له یوه سیاسي بهیر سره یوځای کیدو ته خپله ژمنتیا خودلې وه. دوی یوه اعلامیه خپره کړی وه چې له مخې یې د سوریې اکثریت به د اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوي او آزاد او عادلانه ټاکنو ته به لاره هواروي.